د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: داعش سیمې بایللي خو بریدونه یې زیات شوي


داعش په عراق او سوریې کې په تیر یو نیم کال کې د خپل کنټرول لاندې سیمو څلورمه حصه له لاسه ورکړې ده.

داعش په عراق او سوریې کې په تیر یو نیم کال کې د خپل کنټرول لاندې سیمو څلورمه حصه له لاسه ورکړې ده.

د جګړو د څارنې یوه مؤسسه وايي په تیر یو نیم کال کې داعش په عراق او سوریې کې د هغه سیمې څلورمه حصه بایللې ده چې په لاس کې یې وه.

دغه مؤسسې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې په جګړو کې د ماته خوړولو سره د دې احتمال شته چې داعش به په راتلونکو میاشتو کې د ملکیانو خلاف خپل بریدونه لا ډیر کړي.

دغه خبره د جګړو د څارنې یوې مؤسسې چې د آي ایچ اس په نامه یادیږې کړې ده.

دغې مؤسسې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې داعش په عراق او سوریې کې شاووخوا ۹۰ زره کیلومتره مربع ساحه کنټرولوله. خو اوس دغه ډله ۶۸ زره کیلومتره مربع ساحه کنټرولوي.

د آي ایچ اس مؤسسې په خپلې څیړنې کې ویلي چې دغه د دې سبب شو چې داعش په منځني ختیځ او اروپا کې په ملکي اهدافو باندې بریدونه ډیر کړي او د دې احتمال شته چې دغه ډله دې دغسې بریدونه لا ډیر کړي.

د آي ایچ اس د مؤسسې یو څیړونکی کالم سټراک ویلي دي چې «لکه څنګه چې د داعش د خلافت د کنټرول ساحه تنګیږي نو ورځ تر بلې ورته واضح کیږي چې د حکومتدارۍ پروژه یې ناکامه ده، او دغه ډله یاغيګرۍ [علچکې بریدونو] ته مخه کوي.»

هغه زیاته کړې چې «په نتیجه کې يې، متاسفانه، د عامو خلګو مرګ ژوبله دیره شوې ده»

د داعش په یو ځانمرګه برید کې چې په بغداد کې یوه اونۍ مخکې وشو نږدې ۳۰۰ کسان ووژل شول. دغه په عراق کې یو له خونړیو بریدونه نه و.

د تیر کال په پای کې عراقي قواوو د رمادي ښار د داعش نه ونیوی. د عراق پوځ اوس ځانونه تیاروي چې د موصل ښار ونیسي.

په سوریې کې هم د بشرالاسد ځواکونه چې روسیه او ایران یې ملاتړ کوي او د سوریې د دیموکراتیکو قوتونو ائتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي د داعش نه ځینې سیمې نیولي دي.

د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د سوریې دیموکراتیکو قوتونو د داعش نه د الشدادي ښارګوټی ونیوی. دغه ښارګوټی د داعش د وسله والو د اکمالاتو لپاره مهم و.

همداراز، د سوریې حکومتي قواوو، چې د روسیې هوایي ملاتړ ورسره و، د تدمر تاریخي ښار او د دغه ښار شاووخوا سیمې د داعش نه ونیولي.

د سوریې د دیموکراتو قوتونو ائتلاف هم په سوریې کې د داعش مرکز رقې د بیرته نیولو لپاره خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG