د لاس رسي وړ اتصالات

هند د پانګه اچونې د تشویق لپاره د سود نرخ کم کړ


د هند د اقتصاد وده د نړۍ له نورو لویو اقتصادونو په پرتله چټکه شوې ده.

د هند د اقتصاد وده د نړۍ له نورو لویو اقتصادونو په پرتله چټکه شوې ده.

هندوستان د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سود نرخ یې د یو فیصد څلورمه حصه یا ۰،۲۵ راکم کړی دی.

اوس بانکونه کولای شي چې د هند د مرکزي بانک نه قرض په ۷.۲۵ فیصده سود واخلي. دا درېیم ځل دی چې هند، د انفلاسیون د زیاتیدو د مخنوي لپاره، د سود نرخ راکموي

د هند د مرکزي بانک رئیس راګورم راجن ځینو هغو پروژو ته اشاره وکړه چې په ټپه ولاړې دي، هغه وویل چې د سود د نرخ راکمول به په هند کې پانګه اچونه بیرته ډیره کړې.

«موږ اوس هم په پانګه اچونې کې کمزوره یو. موږ د دې شاهدان نه یو چې پانګه اچونه دې بیخې ډیره شوې وي. په عمومي توګه، د لویو شرکتونو کار ډیر ښه نه دی او دا بیا پر دې دلالت کوي چې تقاضا هم دومره نه ده زیاته شوې. دغه هغه علتونه دي چې موږ فکر کوو چې [د هند] اقتصادي وده تر اقتصادې پوټنشل کمه ده.»

په هند کې صنعتکارانو شکایت کاوه چې د سود د نرخ لوړوالی نه یوازې پانګه اچونې ته تاوان رسولی بلکه د مصرفوونکو تقاضا یې هم کمه کړې ده.

دغه بیا د دې سبب ګرځي چې مصرفونکي د کورونو او موترو رانیولو ته زړه ښه نه کړي.

د دغو مشکلاتو سره سره، وروستي ارقام ښيي چې د هند اقتصاد ښه شوی دی. تیره اونۍ، د هند حکومت اعلان وکړ چې د روان عیسوي کال په درېیو لومړیو میاشتو کې اقتصادي وده ۷.۵ فیصده وه.

د دغو ارقامو په حساب، هند د چین نه، چې د نړۍ د لویو اقتصاد لرونکو هیواونو په کتار کې چټکه اقتصادي وده لري، مخکې شوی دی.

د نریندرا مودي حکومت، د تیرکال انتخابات په دې وګټل چې دا خبره یې کوله چې د حکومت په دوران کې به یې اقتصاد وده وکړي.

د مودي حکومت اوس وروستیو ارقامو ته په اشارې سره وايي چې د هند اقتصاد یې بیرته په پښو درولی دی. دوی د دې کریډټ اخلي چې په تجارانو او پانګه اچونکو کې یې اعتماد پیدا کړی دی او په نړیواله کچه یې هند ته اهمیت ورکړی.

د کرایسل د کچې د ټاکلو د ادارې اقتصادپوه درماکرتي جوشي وویل چې د تیرکال په پرتله ډیر څه بدل شوي دي.

خو، ښاغلي جوشي خبرداری ورکړ چې وروستي ارقام څوک خطا باسي دا ځکه چې اقتصاد پوره قوت نه لري او ډیرې ستونزې لا پاته دي.

«حکومت یو څه داسې بنیادي کارونه کړي دي چې په اساس به یې اقتصاد وده وکړي. دوی هڅه کړي ‎چې د کاروبار لپاره سهولتونه پیدا کړي. دوی ځینې پروسې په لاره اچولې دي. خو، دا یو لا داسې څه نه دي چې بیرته دې تقاضا راپیدا کړي او د تقاضا پیدا کول تر ټولو مهم چلینج دی. تر هغو چې تقاضا ډیره نه شي، پانګه اچونه به ډیره نه شي.»

اقتصادپوهانو ویلي دي چې د چټکې اقتصادي ودې لپاره پکار ده چې اصلاحات عملي شي. خو ځینې مهم اصلاحات، لکه د مځکې د اخیستلو د مسودې تصویب، د مخالفو ګوندونو لخوا د خنډونو سره مخامخ شوي دي.

ډیر کسان د دې سره موافق دي چې د صدراعظم مودي نه، له دې نه مخکې چې واک ته ورسیږي، ډیر زیات توقعات کیدل خو اوس دغه توقعات یو څه راکم شوي دي او خلګ په دې پوه شوي دي چې دا به ډیر وخت ونیسي چې مودي دې خپلې وعدې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG