د لاس رسي وړ اتصالات

هند: ځوانان نه پریږدو عراق ته د جګړې لپاره ولاړ شي


په هند کې د شیعه ګانو یو شمیر ډلې هیله من وو چې عراق ته ځوانان واستوي چې د عراق د حکومت په طرفدارۍ د د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره وجنګیږي.

په محکمو کې د میاشتو دعواوو وروسته، تیره اونۍ د هند حکومت اعلان وکړ چې دغسې یو کار ته به اجازه ورنکړي.

د هند حکومت وویل چې که چیري ځوانان عراق ته ولاړ شي نو په عراق کې او یا هم کله چې بیرته هند ته ستانه شي خطر پيښولی شي.

په یو رسمي لیک کې چې د ډهلې عالی محکمې ته استول شوی دی، د هند د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې امکان یې شته چې د هندوستان اتباع چې عراق ته ځي «افراطي شي، او چې بیرته ستانه شي نو کیدای شي چې په افراطي اعمالو لاس پورې کړي.»

په لیک کې راغلي چې «یو هندوستاني ته اجازه ورکول چې بل هیواد ته ولاړ شي، او هلته په جګړې کې برخه واخلي، د تروریزم مترادف ګنل کیدای شي. په دې کار سره به د هند په حکومت دا تورونه ولګول شي چې په نورو هیوادونو کې تروریزم هڅوي. د دغه لپاره به دا [د هند] ملي ګټې وي چې هر هغه هڅه وکړي چې دوی پرینږدي چې عراق ته ولاړ شي.»

د پریکړې هرکلی

نورو هیوادونو، چې امریکا هم پکښې شامله ده، خپلو اتباعو ته مشوره ورکوي چې خطر ته په پام سره عراق ته نه ځي.

دغه هیوادونه وايي چې دوی د دې ملاتړ نه کوي چې څوک دې عراق یا سوریې ته ولاړ شي او هلته دې د اسلامي دولت د ډلې په ضد وجنګیږي.

په امریکا کې داسې قانون نه شته چې افراد دې راوګرځوي چې د حکومتونو سره یا د نورو ډلو سره یو ځای د اسلامي دولت په خلاف و نه جنګیږي. خو د تروریستي ډلو سره په مرستې بندیزونه لګول شوي دي.

امنیتي کارپوهانو او د مسلمانانو مشرانو د حکومت د دې پریکړې هرکلی کړی دی چې شیعه ډلو ته اجازه نه ورکوي چې عراق ته ځوانان واستوي.

د حکومت په رسمي لیک کې خبرداری ورکړل شوی دی چې د هیواد نه دباندې په جګړو کې برخه اخیستل به د هند دننه تشنج ډیر کړي.

د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشتې کې، داعش ۳۹ هندي کارګر په عراق کې برمته کړل. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج تیرې اونۍ خبریالانو ته وویل د هند حکومت باور لري چې برمته شوي کسان ژوندي دي.

هغه کسان چې غوښتنه یې کوله ځوانان عراق ته واستوي ویلي دي چې د «کوم نظامي ماموریت» لپاره یې د ځوانانو استول نه غوښتل بلکې د دې لپاره یې غوښتل چې ځوانان عراق ته ولاړ شي او هلته بشردوستانه کارونه وکړي.

د هند شیعه ګان او عراق

په هند کې ۱۷۵ میلیونه مسلمانان اوسیږي چې ۴۵ میلیونه یې شیعه ګان دي. دهند شیعه ګان د ایران او عراق سره نږدې اړیکې ساتي. چېري چې د دوی یو شمیر مقدسه ځایونه موجود دي.

تیره کال د هند د شیعه ګانو سازمان انجمن الحیدري اعلان وکړ چې د سازمان د یو لک نه ډیرو ځوانان خپل نومونه لیکلي دي او په دوطلبانه توګه حاضر دې چې عراق ته ولاړ شي او هلته د شیعه ګانو د زیارتونو دفاع وکړي.

د دغه ډلې له قوله، عراقي چارواکو د دغسې یو کار سره موافقه کړې وه او دوی غوښتل چې شپږ کسان عراق ته واستوي چې هلته د عراقي چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې دواطلبان به په عراق کې څه کوي.

خو دغه کار په دې و نه شو چې د هند د کورنیو چارو وزارت دغه شپږکسان پرې نه ښودل چې عراق ته سفر وکړي.

په دغه کار سره په هندي محاکمو کې دعوه پیل شوه او دا د دې سبب شو چې د هند حکومت یو رسمي لیک خپور کړي.

د انجمن الحیدري د سازمان مشرانو ویلي دي چې که څه هم په دې وروستیو کې په عراق کې د شیعه ګانو زیارتونو ته د داعش ګواښونه کم شوي دي خو د هند داوطلبان حاضر دي چې عراق ته ولاړ شي او هلته د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG