د لاس رسي وړ اتصالات

افراطي ډلې د انټرنیټ له لارې خپل نفوذ پراخوي


داعش د تبلیغاتو او نوو غړو د ګمارلو لپاره د ډیرو پیچلو او پرمختللو لارو نه کار اخلي.
داعش د تبلیغاتو او نوو غړو د ګمارلو لپاره د ډیرو پیچلو او پرمختللو لارو نه کار اخلي.

د یهودیانو د بشري حقونو موسسه وېزینتال مرکز وايي چې په انټرنیټ باندې د کرکجنو ډلو یا هغه ډلو چې کرکه پالي نفوذ ورځ تر بلې ډیریږي.

دغه موسسه پر انټرنیټ د دغسې ډلو فعالیتونه څاري وايي چې دغسې ډلې د انټرنیټ له لارې تبلیغات کوي او نوي کسان ګماري.

د امریکا غږ خبریال مایک او سلیوان وايي چې که څه هم د نفرت او تشدد د پارولو پيغامونه فرق کوي، خو هدف یې بیا یو شی دی.

څو ورځې مخکې په تونس کې یوه افراطي ۴۰ سیلانیان ووژل، دغه شان ته په کویټ کې د شیعه ګانو په جومات ځانمرګي برید وکړ او ۲۷ کسان یې ووژل.د روان عیسوي کال د جنوري په میاشتې کې بیا، په پاریس کې د طنزیه مجلې شارلي ابدو په دفتر باندې د دوو وسله والو په برید کې ۱۲ کسان ووژل شول.

یهودي عالم ابراهیم کوپر، وايي دغه ډلې په انترنیټ او په هغه ټولنیزو رسنیو چې دوی یې استعمالوي د تشدد د اعمالو ستاینه کوي او پرې خوشحالي کوي.

دغه یهودي عالم چې د وېزینتال د مرکز (Wiesenthal Center) سره کار کوي، په انټرنیټ د هغو ډلو څارنه کوي چې د کرکې په اساس جوړ شوې دي.

«دوی د انټرنیټ د نوې ټکنالوجۍ په استعمالولو کې فوق العاده تیز دي. دوی د دغه لارې څخه [د خپلو تبلیغاتو لپاره] لوی مارکیټ پیدا کوي او همداراز د نفوسو خاصو برخو ته [خپل پیغامونه] وررسوي.»

انټرنیټ او کرکه

ابراهیم کوپر وايي چې د اسلامي دولت ډله د تبلیغاتو او جلب و جذب د ډیرو پیچلو او پرمختللو لارو نه کار اخلي.

د مثال په ډول، ښاغلي کوپر د داعش د انټرنیټي مجله یادونه کوي چې په ډیر ښه صحافت خپریږي. هغه زیاتوي چې داعش ان د ټولنیزو رسنیو له لارې غواړي چې خپل انلاین لیدونکي د خپلو وسله والو سره، چې په لومړۍ کرښې کې دي، وصل کړي.

په امریکا کې هم ویل کیږي چې د انټرنیټ نه د نفرت په اساس په جنایاتو کې کار اخیستل کیږي.

ډیلن روف چې د چارلسټن په کلیسا کې یې نهه تورپوستي امریکایان ووژل د سپین پوستو د برلاسۍ ایډیالوژي د انټرنیټ نه اخیستې وه.

د اوسنیو نازیانو د یوې ډلې پخوانی غړی، ټیم زال، چې اوس د وېزنتال د مرکز سره کار کوي، وايی چې نن ورځ معمولا افراطیان په انټرنیټ د هغو کسانو لست شریکوي چې دوی یې خپل دښمنان ګني. ټیم زال وايي چې اوس هم د افراطي ډلو پیغامونه د پخوا په شان دي.

ټیم زال وايي چې د نازیانو دښمنان، «صیهونیزم، یهودي استبداد، و، دوهم بیا د امریکا حکومت و او لوی شرکتونه وو.»

د کرکې مخنیوی

هغه وخت، زال د خپلې ډلې د ملګرو سره د ښار نه دباندې په یو پارک کې ملاقات کوی. خو هغه وايي چې نن ورځ داسې ملاقاتونه او مجلسونه د انټرنیټ له لارې کیږي.

«یو څوک کیدای شي چې [د امریکا] د جنوبي ډیکوټا د ایالت په یو ځای کې وي، چیري چې درې متره واوره به پرته وي خو دی به تبلیغاتو او روایاتو ته لاسرسۍ ولري.»

یهودي ملا، ابراهیم کوپر وايي چې «دغه د یو ډول توان احساس ورکوي. داسې یو احساس چې ته یوازې نه يې. که ته چیري داسې فکر کوي، نو ته یوازې نه یې.»

ټیم زال وايي چې افراطیان د نفرت خبرې اوري، خو دې ته اړتیا شته چې نور نظریات هم واوري.

«دغه نظر باید موجود وي. او زه فکر کوم چې د خبر ډیر مهم اړخونه هغه اړخونه دي چې د هغو خلګو وي، لکه زه چې پخوا افراطي وم او یا داسې نور پخواني افراطیان. دغه نظرونه د افراطیانو د تبلیغاتو په مقابل کې تبلیغات کولای شي.»

یهودي ملا کوپر وايي چې ټولنیزې رسنۍ چې د کرکې وړ لیکني او خپرونې لري باید چې د ستونزې د حلولو په برخې کې کار وکړي تر څو کومې ډلې چې نفرت پالي منزوي شي.

ښاغلي کوپر زیاتوي چې پر انټرنیټ باندې هغه پوستونه یا لیکني چې د نفرت نه اوړي او تروریزم ګنل کیږي باید و نه زغمل شي.

XS
SM
MD
LG