د لاس رسي وړ اتصالات

آیازي: الکوزی په مسلک کې وارد او وطندوست شخص و


جان آقا الکوزی د ورپیښې ناروغۍ له کبله د سې شنبې په ورځ په حق ورسید.
جان آقا الکوزی د ورپیښې ناروغۍ له کبله د سې شنبې په ورځ په حق ورسید.

د امریکاغږ د جنوبي او منځنۍ آسیا د خپرونو رئیس اکبر آیازي وايي چې مرحوم جان آقا الکوزی په خپل مسلک کې وارد، په زړه پاک او وطندوست شخصیت و.

د افغانستان وتلي ژورنالست جان آقا الکوزی د ورپیښې ناروغۍ له کبله د سې شنبې په ورځ په حق ورسید.

مرحوم الکوزي د دیارلسو کلنو لپاره د آزادۍ راډیو سره د ژورنالست په حیث کار کاوه. هغه لس کاله له ښاغلي ایازي سره همکار و.

د مرحوم جان آقا الکوزي د ژوند او مسلکي کارونو په اړه، شافعه سردار د ښاغلي آیازي سره مرکه کړې چې دلته یې اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:46 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.
XS
SM
MD
LG