د لاس رسي وړ اتصالات

د خاصو ویزو یا SIV د پروګرام د غځولو هڅې روانې دي


د امریکا د استازو د جرګې غړی اورل بلومېناور افغان او عراقي ترجمانانو ته د ویزو د ورګولو لوی ملاتړ کوونکی دی
د امریکا د استازو د جرګې غړی اورل بلومېناور افغان او عراقي ترجمانانو ته د ویزو د ورګولو لوی ملاتړ کوونکی دی

هڅه کیږي چې افغان ترجمانانو ته د خاصو ویزو یا SIV پروګرام د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې وغځول شي او د ۳۰۰۰ نورو ویزو په ورکولو باندې هم غور روان دی.

دغه خبره د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې غړي اورل بلومېناور د اشنا تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وکړه. خو هغه دا ومنله چې د ویزو د صادرولو پروسه ورو روانه ده.

ښاغلي اورل بلومېناور وویل چې «موږ همدا اوس هم د سنا د مجلس سره کار کوو چې دغه مهالویش د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې وغځوي. ۳۰۰۰ نورې ویزې هم شته چې ورباندې غور کیږي، خو په تاسف سره په کوم سرعت چې [په دغو ویزو] کار کیږي، داسې نه ښکاري چې موږ به قادر شو چې تر هغه څه ډیر وکړو چې اجازه ورکړل شویده.»

د SIV د پروګرام له لارې افغان ترجمانانو ته د ویزې د ورکولو د پروګرام موده د ۲۰۱۶ کال د دسمبر د میاشتې تر ۳۱ پورې غځول شوې وه. همداراز، کانګرس د ۴۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه هم ورکړې وه.

په کانګرس کې د اورګان د ایالت دغه استازي وویل چې د هغه وخت نه چې د ځانګړو ویزو د ورکولو پروسه غځول شوې ده شاووخوا ۵۰۰ ویزې ورکړل شوي دي.

د کانګرس غړي بلومېناور دا ومنله چې پروسه چټکه نه ده. هغه زیاته کړه چې که مالي مشکلاتو او په افغانستان او عراق کې د امریکا د حضور تغیراتو ته وکتل شي نو دا به ګرانه وي چې هڅه دې وشي چې نور ډیر څه دې هم وشي.

د کانګرس غړي بلومېناور د هغو ستونزو یادونه هم وکړه چې افغان او عراقي ترجمانانو ته د خاصو ویزو د صادرولو د پروګرام د پیل راهیسې دوی ورسره مخامخ وو او دوی یې په اړه کار کړی و.

د کانګرس دغه غړي وویل چې «موږ په دې باندې بریالي شوي یو چې خلګ [چارواکي] دغه ته لا ډیره توجه وکړي. موږ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت او د امریکا د فدرالي بیروکراسۍ په نورو څانګو هم فشار راوړی چې پروسه نوره هم چټکه کړي. په نهایت کې، اوس د [هر] هیواد [افغانستان او عراق] لپاره منتظم (همآهنګه کونکی) ټاکل شوی او کارونه مخې ته وړي.»

ښاغلي اورل بلومېناور وویل چې ترجمانان هغه کسان دي چې د امریکا سره د مرستې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی و. هغه زیاته کړه چې «زه فکر کوم چې دا زموږ وظیفه جوړیږي چې. . . د دوی غم یې وخورو.»

د رپوټونو په اساس، د ۱۲۰۰۰ نه تر ۱۳۰۰۰ پورې ترجمانان په افغانستان کې پاته دي.

XS
SM
MD
LG