د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اټومي ساینسپوه اعدام کړ


په شهرام امیري تور لګول شوی و چې امریکا ته یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه سري معلومات ورکړي و.
په شهرام امیري تور لګول شوی و چې امریکا ته یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه سري معلومات ورکړي و.

ایران هغه اټومي ساینسپوه اعدام کړی چې ورباندې امریکا ته د ایران د اټومي پروګرام د محرم معلوماتو د ورکولو تور لګول شوی و.

د ایران دولتي خبرې آژانس ایرنا د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې شهرام امیري اعدام شوی دی.

دغه آژانس د ایران د قضایي قوې د ویاند غلام حسین محسني آژه اي ویلي دي چې «د امریکا سره د تماس په ترڅ کې، امیري دښمن ته [د ایران] د هیواد په اړه ډیر مهم معلومات ورکړي و.»

آژه اي ویلي دي چې محکمې امیري ته د مرګ سزا ورکړې وه چې وروسته بیا د ایران سترې محکمې هم دغه فیصله تائید کړه.

امیري په کال ۲۰۰۹ کې سعودي ته تللی و او بیا امریکا ته تللي و چې وروسته بیا په ۲۰۱۰ کال کې بیرته ایران ته ستون شو.

امریکايي چارواکو ویلي وو چې امیري ته یې پنځه میلیون ډالر ورکړي وو چې د ایران نه ووځي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه معلومات ورته ورکړي.

یوه امریکايي چارواکي په ۲۰۱۰ کال کې ویلي و چې امریکا د امیري څخه «ګټور معلومات» اخیستي وو.

امیري په پوهنتون کې څیړونکی و چې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې سره یې هم کار کاوه.

امیري، چې په ۲۰۱۰ کال کې ایران ته د ستنیدو وروسته، ویلي و چې په سعودي کې د امریکا د استخباراتو د دوو اجینټانو لخوا تښتول شوی و او بیا امریکا ته وړل شوی و او هلته په توقیف کې و. خو هغه وخت امریکا ویلي و چې امیري په خپله خوښه امریکا ته تللي و.

ایران د امریکا او د نړۍ د پنځو نورو قوتونو ترمنځ تیر عیسوي کال یوه موافقه وشوه. د موافقې په اساس د ایران په اټومي پروګرام باندې محدودیتونه وضع شول او په بدل کې یې بیا په ایران باندې اقتصادي بندیزونه لیري کړل شول.

XS
SM
MD
LG