د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په منځني ختیځ کې د قدرت توازن ته خطر پيښوي


ایران په عراق کې شیعه ملیشې تمویلوي
ایران په عراق کې شیعه ملیشې تمویلوي

د عراق د فلوجې، موصل، تکریت او رمادي ښارونه یو له بل پسې د داعش د ډلې لاس ته ولویدل. په دغو ښارونو کې عراقي امنیتي ځواکونو د داعش د بریدونو تاب رانه وړ او ښارونو سقوط وکړ.

خو په عراق کې د امنیتي ځواکونو پر ځای شیعه ملیشې، چې د ایران لخوا تمویلیږي، د یوې غښتلې قوې په توګه ظهور کړی. دغه ملیشو وښودله چې د دې توان لري چې د داعش وسله وال پرشا وتمبوي.

شیعه ملیشې د تکریت د ښار د نیولو لپاره په جګړې کې مخکښ رول ولوباوه. اوس دغه ملیشې د عراق د رمادي د ښار د نیولو لپاره جګړه کوي

د عراق د وضعیت په اړه واشنګتن په یو داسې دریځ کې دی چې نه پوهیږي چې آیا د عراقي ملیشو په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي او که نه. دغه ملیشې د ایران ملاتړ د ځان سره لري چې د لسګونو کلنو راهیسې د امریکا او په سیمې کې د امریکا د ملګرو لخوا دښمن هیواد بلل کیږي.

د بروکنګز د انستیتیوت کارپوه مایکل اوهلن وویل چې «موږ کیدای شي چې دا ومنو چې د دوو بدو ترمنځ [ایران] لږ بد دی، د دې پرځای چې داعش ته اجازه ورکوو چې آزادانه هغې سیمې یې چې لاندې کړې دي، کنټرول کړي.

فرقه یې اختلافات

د امریکا د هوايي بریدونو په ملاتړ، د ایران لخوا روزل شوي شیعه ملیشې دا ثابته کړې ده، چې د کردي پیشمرګه ځواکونو علاوه، د داعش په ضد یوه موثره قوه ده.

د ایران نفوذ په عراق کې مخ په ډیریدو دی. ایران په بغداد کې یو د بل پسې حکومتونه حمایه کوي او په جګړې کې د شیعه ملیشو ملاتړ کوي. دغه په سیمې کې په چټکۍ سره د قدرت توازن د خطر سره مخامخ کوي.

د بشري حقونو ادارې او کارپوهان بیا خبرداری ورکړی چې په عراق کې د شیعه ملیشو سرغړونې فرقه یې اختلافاتو ته لمن وهي.

د دیموکراسۍ د دفاع د بنسټ څیړونکی، بیل روزیو خبرداری ورکړ چې په عراق کې د ایران هڅې کیدای شي چې د داعش د ماتولو په هڅو کې معکوسه نتیجه ولري.

«هرڅومره چې په عراق کې په جګړې کې ایران لاس وهي، په هغومره اندازه د اسلامي دولت د ډلې لخوا د [وسله والو] د جذبولو په پيغامونو کې یې نقش ډیریږي. او هغه دا دي چې ایرانیان په بغداد کې د شیعه حکومت ملاتړ کوي، په بغداد کې حکومت محض د ایران لاسپوڅی دی، او ایران راغلي دي چې سنیان له منځه یوسي.»

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې ایران غواړي چې هرڅومره چې یې امکان وي په عراق، سوریې، لبنان او یمن کې خپل نفوذ ډیر کړي. ایران بیا خپل نفوذ د امریکا او د سیمې د نورو هیوادنو، چې اکثریت یې سني دي، په مقابلې کې استعمالوي.

علي رضا نادر چې د راند د کارپورشن سره کار کوي وویل چې «زه دغه کریډیټ [په سیمې کې] د زاړه نظم نسکوریدو ته ورکوم: یانې، ضعیفه عرب ملکونه، په عراق، سوریې او نورو ځایونو کې د ضعیفه مرکزي حکومتونه.»

نادر زیاته کړه چې «ایران په عراق کې تر ټولو قوي خارجي قوت دی، او د عراق په سیاست کې او حتا د داعش خلاف په پوځي ستراتیژۍ کې پریکنده نقش لوبوي.»

روزیو وویل چې د ایران اصلي هدف دا دی چې په منځني ختیځ کې خپل د نفوذ ساحه پراخه کړي.

علي رضا نادر بیا وویل چې ایران د سیمې د سیاسي ګډوډۍ نه په استفادې په سیمې کې په یو قدرت بدلیږي.

ایران ملګری نه دی

که څه هم کیدای شي د امریکا او ایران هدف د اسلامي دولت د ډلې سره په جګړې کې یو وي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې امریکا باید ځان تیر نه باسي او داسې فکر و نه کړي چې ایران یې ملګری دی.

د دې نه علاوه، کارپوهان دا هم زیاتوي چې په سیمې کې د واشنګټن ملګري هیوادونه په عراق کې د امریکا او ایران د پټې همکارۍ نه خوشحاله نه دي.

علي رضا نادر وویل: «دا به د امریکا لپاره ډیره مشکله وي چې په دغو مناسباتو کې توازن وساتي، په تیره بیا چې د امریکا ملګرو هیوادونو لکه سعودي عربستان تشویش ښودلی دی.»

اوهلن د دې سره موافق دی چې کیدای شي ریاض په منځني ختیځ کې د بدلونونو نه ډار ولري، په تیره بیا د امریکا او ایران د مناسباتو په اړه. خو هغه دا خبره هم کړې چې ضرور نه ده چې د ریاض نارضایتي دې د امریکا په پالیسۍ کې بدلون راولي.

XS
SM
MD
LG