د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اټومي موافقه او په سیمه ییز سیاست یې تاثیرات


په واشنګټن کې په یو بحث کې د منځني ختیځ د انستیتیوت کارپوهانو وویل، د ایران دننه زیاتره خلګ د اټومي موافقې نه خوشحاله دي. ترکیه هم د موافقې نه خوشحاله ده. سعودي او د خلیج نور عربي هیوادونه نه غواړي د امریکا د دریځ سره مخالفت وکړي. خو، د دوی په اند موافقه به په عراق او سوریې کې په جګړو دومره تاثیر و نه لري.

د ایران سره اټومي موافقه نه وروسته، د سیمې د هیوادونو په دریځونو او پالیسو کې څه تغیر راغلی دی؟ دغه هغه موضوع وه چې د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د منځني ختیځ په انستیتیوت کې ورباندې خبرې وشوي.

په بحث کې، الکس وټینکا، چې د منځني ختیځ د انستیتیوت کارپوه دی او د ایران په اړه یې څیړنې کړې دي، وویل چې په ایران کې دننه تقریبا ټول اټومي موافقې ته خوشحاله دي.

«اصلاح غوښتونکي، مینځلارې، روشنفکران، د ایران زیاتره رسنۍ، او عامه نظر د دغه موافقې طرفدار دي.»

ښاغلي وټینکا د ایران د آټومي موافقې په اړه، په ایران کې دننه د درېیو نفوذ لرونکو قوتونو د دریځونو په اړه څرګندونې وکړي.

د ایران دننه دریځونه

د منځني ختیځ د انستیتیوت دغه کارپوه وویل چې د ایران دننه به د اصلاح غوښتونکو، په تیره بیا د ولسمشر روحاني او د هغه د ټیم، موقف قوي شي. هغه وویل چې د ایران حکومت د موافقې په اقتصادي اړخ باندې ډیر تاکید کوي او وايي چې موافقه به ایران ته اقتصادي ګټه ورسوي.

ښاغلي وټینکا د ایران د مذهبي مشر آیت الله خامنه ای د دریځ په اړه وویل چې هغه ته نږدې کسانو په رسنیو کې د موافقې طرفداري کړې ده.

په ایران کې د درېیم قوت یانې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ډلې د موقف په اړه وټینکا وویل چې په علني توګه یې د موافقې سره مخالفت نه دې کړی، بلکې ویلي یې دي چې «موږ تکتیکي په شاتګ کړی دی، البته د مذاکراتو د یوې برخې په توګه، خو ستراتیژي مو تغیر نه ده خوړلې او موږ خپله لاره تعقیب کوو.» ښاغلي وټینکا وویل چې په دې ډول سپاه پاسداران غواړي چې د ایران په سیاست کې ځانونه مطرح وساتي.

عربستان او د خلیج هیوادونه

د منځني ختیځ د انستیتوت بل څیړونکي ټام لېپمین وویل چې د موافقې نه مخکې لا، د خلیج د سیمې د شورا هیوادونه او په سر کې یې سعودي عربستان په دې پوهیدل چې موافقه نهایي شوې ده او دغه یې علت دی چې مخالفت یې ورسره و نه کړ.

لېپمین وویل چې د تیلو د قیمتونو د راټیټیدو سره، سعودي عربستان تر بل هر وخت د امریکا او غربي هیوادونو همکارۍ ته ضرورت لري او سعودي او د خلیج نور عربي هیوادونه په دې پوه شوي دي چې امریکا دوی ته دومره ضرورت نه لري لکه دوی یې چې امریکا نه لري.

«نو د دغه لپاره باید چې موږ نورو مسایلو ته وګورو. موږ ډیر مشکلات لرو، نو راځي چې د امریکایانو سره او د یو بل سره کار وکړو.»

لېپمین وویل چې د السعود د کورنۍ اصلي هدف دا دی چې د سعودي دولت وساتل شي او د دغه لپاره به دوی د نړیوالو سره په ټکر کې واقع نه شي. هغه وویل چې سعودي نه غواړي چې د اټومي سیالي وکړي او د ځان نه د سیمې شمالي کوریا جوړه کړي. ښاغلي لېپمین وویل چې علت یې دا دی چې سعودي پوهیږي چې اقتصاد یې د نړۍ د اقتصاد سره تړلی دی.

ترکیې او ایران

ګنیل ټول چې د منځني ختیځ په انستیتیوت کې د ترکیې د مطالعاتو د مرکز مشره ده وویل چې ترکیه د پیل نه د ایران په خلاف د بندیزونو خلاف وه او د دغه لپاره یې په ۲۰۱۰ کال کې په ملګرو ملتونو کې د ایران د بندیزونو خلاف رایه ورکړه.

اغلې ټول وویل چې ترکیه په دوو دلایلو د ایران د اټومې موافقې پخاطر خوشحاله ده: لومړی، ایران د ترکیې لپاره یو لوی مارکیټ دی او د انرژۍ په برخې کې هم راکړه ورکړه لري. دوهم، ترکیه نه غواړي چې ایران دې اټومي قدرت وي دا ځکه چې په دغه کار سره به د سیمې د قدرت توازن تغیر وخوري.

«ترکیه په دودیزه توګه په اټومي وسلو سمبال ایران باندې اعتراض لري او دا دلیل راوړي چې که داسي وشي نو په سیمې کې به د قدرت توازن تغیر وخوري.»

ګنیل ټول وویل چې که له یوې خوا ترکیه خوشحاله ده خو له بلې خوا دغه هیواد ځینې ستراتیژيکي اندیښنې هم لري.

اغلې ټول وویل چې درې اندیښنې موجودې دي: لومړی، د ایران نفوذ به په سوریې او عراق کې ډیر شي. دوهم، د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه کیدل به د ترکیې ته تاون وکړي، په تیره بیا چې ترکیه په سوریې کې د بشارالاسد د قدرت نه لېري کیدل غواړي، او درېیم، ترکیه د کردانو د کارګر ګوند څخه د ایران د ملاتړ په اړه تشویش لري.

ګنیل ټول وویل چې ترکیې د ځینو دغو تشویشونو د رفع کولو لپاره څه اقدامات هم کړي دي، مثلا د سعودي سره یې خپلې اړیکې ښې کړيدي او په دې وروستیو کې یې امریکایانو ته اجازه ورکړي چې د انجلیک هوايي ډګر استعمال کړي.

عراق او سوریه

د منځني ختیځ بل کارپوه او په سوریې کې د امریکا وروستی سفیر رابرټ فورډ بیا وویل چې د ایران اټومي موافقه به په عراق او سوریې کې په جګړو تاثیر و نه کړي.

ښاغلي فورډ وویل چې فکر کوي چې په سوریې او عراق کې دښمنۍ د مختلفو قومي او فرقه یې ډلو ترمنځ دي او په دغو دوو هیوادونو کې به شرایط ټاکونکي وي.

رابرټ فورډ وویل چې په عراق کې پکار ده چې د مختلفو قومي او فرقه یې ډلو ترمنځ پخلاینه وشي او دغه به د داعش په خلاف موثره ستراتیژي وي.

XS
SM
MD
LG