د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د ایران اټومي موافقه تصویب کړه


د امنیت شورا د رایېو په اتفاق د ایران اټومي موافقه تصویب کړه.
د امنیت شورا د رایېو په اتفاق د ایران اټومي موافقه تصویب کړه.

د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د ایران سره په اټومي موافقې رایه ګیري وکړه چې د رایېو په اتفاق دغه موافقه تصویب شوه.

که چیري ایران په شوې موافقې عمل وکړي نو په دغه هیواد به لګول شوي بندیزونه په تدریجي توګه لېري کړل شي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پرون د ایران د اټومي پروګرام په سر په موافقې باندې رایه ګیري وکړه.

رایه ګیري تر ډیره تشریفاتي بڼه درلوده دا ځکه چې د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي -- امریکا، روسیه، چین، بریتانیا او فرانسه -- د ایران سره په خبرو کې دخیل وو او د موافقې په اړه یې مخکې لا توافق درلود.

د امنیت شورا د آټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ته امر کړی دی چې «د ایران د هغو ژمنو د تایید او څارنې لپاره دې ضروري اقدامات وکړي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه یې کړې دي.»

په پریکړه لیک کې د ایران نه هم غوښتنه شوې ده چې «بشپړه همکاري» دې وکړي.

په ایران باندې به بندیزونه هغه مهال لیرې شي چې د ملګروملتونو مفتشین دا تایید کړي چې د ایران پروګرام یوازې سوله ییزه اهداف لري.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې سمنتا پاور د امنیت د شورا اقدام وستایه، خو هغې وویل چې د ایران د اټومي پروګرام په سر موافقه به د ایران په اړه د امریکا اندیښنې رفع نه کړي.

اغلې پاور وویل چې د امریکا اندیښنې په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونو، د ایران د بلاستیکي توغندیو د پروګرام او د دغه هیواد لخوا د تروریزم د ملاتړ په اړه دي.

په ملګروملتونو کې د اسراییلو سفیر ران پروزر پریکړه لیک یو «تراژیدي» وباله.

XS
SM
MD
LG