د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران پارلمان: د پوځي تاسیساتو تفتیش ته اجازه نه ورکوو


د ایران د مجلس د ۲۱۳ حاضرو غړو څخه، ۱۹۹ یې د لایحې په طرفدارۍ رایې ورکړي
د ایران د مجلس د ۲۱۳ حاضرو غړو څخه، ۱۹۹ یې د لایحې په طرفدارۍ رایې ورکړي

د ایران پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې د ایران د پوځي تاسیساتو، اسنادو او ساینسپوهانو نه د تفتیش اجازه نه ورکول کیږي.

د تصویب شوې لایحې په اساس، د ایران د اټومي پروګرام په سر د موافقې د برخې په توګه دې ته اجازه نه ورکول کیږي چې د ایران د پوځي تاسیساتو تفتیش دې وشي، اسناد دې وڅیړل شي او د ساینسپوهانو سره دې مرکې وشي.

د اسوشیټیډ پرس خبرې آژانس وايي چې دغه لایحه، که چیري ومنل شي، کیدای شي چې په ویانا کې د ایران او نړۍ د شپږو هیوادنو ترمنځ روانې خبرواترې پيچلې کړي. د اټومي پروګرام په سر موافقې ته د رسیدلو لپاره د جون د ۳۰ نیټې مهلت ټاکل شوی دی.

د دغو خبرو اترو هدف دا دی چې د ایران اټومي پروګرام قابو شي او په بدل کې یې په ایران باندې لګول شوي بندیزونه لېري کړل شي.

د ایران د مجلس د ۲۱۳ غړو څخه چې د یکشنبې په ورځ حاضر وو، ۱۹۹ یې د لایحې په طرفدارۍ رایې ورکړي. د رایې ګیرۍ په جریان کې ځینو وکیلانو د «مرګ پر امریکا» شعارونه ورکول.

په لایحې کې غوښتنه شوې ده چې په ایران دې ټول بندیزونه لېري شي.

اوس باید دغه لایحه د ایران د شورای نګهبان لخوا تایید شي تر څو چې قانون وګرځي.

په لایحې کې د هغو لاروچارو ذکر هم شوی دی چې په اساس به یې نړیوالو ناطرینو ته اجازه ورکول کیږي چې د ایران د اټومي تاسیساتو تفتیش وکړي. خو، لایحه د پوځي تاسیساتو د تفتیش اجازه نه ورکوي.

د لایحه په یوې برخې کې راغلي دي چې «د آټومي انرژۍ نړیواله اداره، د ساتنې د تړون د اصولو په ړنا کې، د دې اجازه لري چې د اټومي تاسیساتو تفتیش، د دود او معمول په اساس، وکړي.»

خو، په لایحې کې دا هم راغلي دي چې «پوځي، امنیتي، حساسو غیر- اټومي تاسیساتو، همداراز، اسناد او ساینس پوهانو ته د لاسرسۍ اجازه نه شته.»

د لایحې په اساس د ایران د بهرنیو چارو د وزارت څخه غوښتنه شوې ده چې په هرو شپږو میاشتو کې دې د موافقې د عملي کیدو د پروسې په اړه د ایران پارلمان ته رپوټ ورکړي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه په خبرو کې د ایران مرکچیان اوس هم وايي چې دوی د ملګروملتونو مفتشینو ته پوځي تاسیساتو ته «کنټرول شوي تفتیش» اجازه ورکړې ده

خو ایراني چارواکو، د ایت الله علي خامنه ای په شمول، په کلکه دا خبره رد کړې ده چې د ایراني چارواکو سره به مرکې کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي دي چې تفتیش باید د وروستۍ موافقتنامې مهمه برخه وي.

د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي دي چې ټول اړخونه «په دې پوهیږي چې د وروستۍ موافقتنامې لپاره څه ضروري دي، چې لاسرسۍ او شفافیت پکښې شامل دي. . . .» په بیان کې دا خبره هم راغلې ده چې «موږ به د دې نه بغیر معامله و نه کړو.»

XS
SM
MD
LG