د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: اتمي معامله د ایران په تاریخ کې طلایي پاڼه ده


حسن روحاني وایي د بندیزونو د لیرې کیدو په اړه د هیواد پارلمان ته وینا وکړه
حسن روحاني وایي د بندیزونو د لیرې کیدو په اړه د هیواد پارلمان ته وینا وکړه

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تصدیق کړه چې ایران د خپل اټومي پروګرام په سر د موافقې د عملي کیدو لپاره شرایط پوره کړې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پر خپل هېواد د نړېوالو بندیزونو لرې کېدل وستایل، ویې ویل چې دې موافقې د سخت دریځو پرته د ټولو اړخونو رضایت ترلاسه کړی دی. ښاغلي روحاني د یکشنبې په ورځ د ایران پارلمان ته وویل، دا معامله د ایران د اقتصاد لپاره یو پیل دی.

" اتمي معامله په حقیقت کې د هیواد په تاریخ کې یوه طلايي پاڼه ده. د دې خبرو اترو په مهال مونږ وشو کړای چې د ځواکمنو هیوادونو داسې مدیریت وکړو چې هغو زمونږ اتمي حقوق وپیژني."

په ایران د ملګرو ملتونو د اتومي څار د ادارې لخوا لګول شوي بندیزونه لرې شول. د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا اقدام یوه بې سارې لاسته راوړنه ګڼي. اروپايي شورا هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اټمي پروګرام اړوند یې د ایران خلاف اقتصادي او مالي بندیزونه لرې کړل.

دا اقدام تهران ته د نړیوال تجارت او سوداگرۍ لپاره لاره خلاصه کړه. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشبنې په ورځ د ایران په وړاندې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو د لرې کیدو په اړوند غبرگون ښودلی او ویلي دي چې اسراییل به د هر ډول گواښ په وړاندې د مقابلې لپاره تیار وي.

د دغه اعلان نه څو دقیقې وروسته امریکا په ایران باندې د هغه هیواد د اټومي پروګرام په تړاو لګول شوي بندیزونه لېري کړل.

د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدریکا موګیریني د شنبې په ورځ په ویانا کې اعلان وکړ چې په ایران د اټومي پروګرام پخاطر لګول شوي بندیزونه لیري کیږي.

موګیراني چې د خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره یې ګډ خبرې کنفرانس ورکاوه وویل:

«ایران خپلې ژمنې پوره کړې دي، نن د ایران د اټومي پروګرام په تړاو لګول شوي یو اړخیز او څو اړخیز اقتصادي او مالي بندیزونه لیري شول.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې د ایران د اټومي پروګرام شرطونه پوره کړي دي او اوس به ورباندې لګول شوي بندیزونه لیري کیږي.

کېري وویل چې د هغه بندیزونو د لېري کیدو امر یې کړی دی چې په ایران د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا لګول شوي وو.

«ما مخکې له دې نه چې دلته راشم، نن شپه هغه بندیزونه لیري کړل چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت مربوط کیدل.»

سپینې ماڼۍ یو فرمان صادر کړی چې په اساس به یې د بندیزونو د لیري کولو په برخې کې اقدامات کیږي.

د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ مشرې موګیریني وویل چې د ایران د اټومي پروګرام «تاریخي موافقه، عادلانه او قوي ده» او که «سمه عملي شي،» نو دغه به د «سیمې او نړۍ په سوله کې ډیره ونډه ولري.»

د اټومي موافقې د عملي کیدو سره، اوس به ایران خپلو هغه شتمنیو ته لاسرسۍ ولري چې په خارجي بانکونو کې کنګل شوي وو.

د اټکلونو له مخې، د ایران شتمني چې په خارجي بانکونو کې کنګل ده لسګونه میلیارده ارزښت لري.

د اټومي موافقې په عملي کیدو سره، ایران اوس کولای شي چې د نورو هیوادونو سره تجارت وکړي.

په انتخاباتي مبارزو کې، د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې دی به د ایران په اقتصادي سکتور کې اصلاحات راولي.

روحاني دا ژمنه هم کړې وه چې په ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه به لېري کوي.

خو د امریکا لخوا د بشري حقونو او تروریزم د ملاتړ په تړاو په ایران لګول شوي بندیزونه به لېري نه شي. دا د دې معنی لري چې په امریکا کې به په ایران د اټومي پروګرام پخاطر د لګول شوو بندیزونو لېري کیدل به دومره تاثیر و نه لري.

XS
SM
MD
LG