د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د فلوجې ښار په بشپړه توګه ونیوی


د څو اونیو راهیسې د عراق امنیتي ځواکونو د فلوجې د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د څو اونیو راهیسې د عراق امنیتي ځواکونو د فلوجې د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د عراق د پوځ یوه جنرال عبدالوهاب السعدي د یکشنبې په ورځ وویل چې د عراقي ځواکونو د فلوجې ښار د داعش نه «په بشپړه توګه» نیولی دی.

عراقي ځواکونو د فلوجې د ښار د جولان د سیمې د نیولو سره د ټول ښار کنټرول په لاس کې اخیستی دی. جولان د فلوجې هغه سیمه وه چې د داعش وسله وال پکښې پاته وو.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د جمعې په ورځ ویلي وو چې د فلوجې ښار به د داعش نه نیسي.

په تیرو څو ورځو کې چې په فلوجې کې چې سخته جګړه روانه وه، د فلوجې ډیرو اوسیدونکو هڅه کوله چې د دغه ښار نه ځانونه وباسي.

د فلوجې نه د بې ځایه شوو کورنیو شمیر دومره دی چې د مهاجرو په کمپونو کې ځای نه شته او زیاتره دغه کورنۍ د شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

د څو اونیو راهیسې کیږي چې د امریکا د استخباراتو مامورینو ویلي دي چې داعش « اوس تر بل هر وخت کمزوری دی.»

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما هم په خپل وروستي خبرې کنفرانس کې ویلي دي چې په داعش «تر بل هر وخت فشار ډیر شوی دی» او دغه ډله خپل مهم مشران له لاسه ورکوي.

هغه وویل چې د هغه وخت نه چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف د داعش خلاف بریدونه پیل کړي دي د داعش ۱۲۰ لوړ رتبه قوماندانان او مشران وژل شوي دي او داعش په عراق کې ځمکه له لاسه ورکړېده.»

خو د چارو کارپوهانو ویلي دي چې که څه هم د داعش تاوانونه «د پام وړ» دي خو دغه ډله کولای شي چې ځان وساتي.

د جګړو د مطالعې د انستیتوت د عراق د چارو کارپوه پټریک مارتین په دې نظر دی چې «که څه هم داعش فلوجه له لاسه ورکړې، خو د دغه ډلې پیغامونه کیدای شي چې د دې سبب شي چې نوي کسان ځان ته راجلب کړي او انفرادي بریدونه وهڅوي

فلوجه د عراق په لویدیځ ۵۰ کیلومتري کې موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG