د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د موصل د بیرته نیولو په جګړه کې پرمختګ کړی


ارشیف: عراقي قواوو په تیرو دوو اونیو کې د موصل د ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي
ارشیف: عراقي قواوو په تیرو دوو اونیو کې د موصل د ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي

په عراق کې حکومتي ځواکونو د موصل په جنوب کې د شورا ښارګوټي ته داخل شوي. بل پلو ته، شیعه ملیشې، چې د عراق د حکومت ملاتړ کوي، د موصل په غرب کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش خلاف نوې جبهه پرانستې ده.

عراقي قواوي پرون د موصل په جنوب کې له دې نه وروسته د شورا ښارګوټي ته ننوتل چې امریکايي ځواکونو د داعش په مورچولو باندې هوايي بریدونه او د درندو وسلو ډزې وکړي.

پوځي قوماندانانو ویلي چې د روانې اونۍ په پیل کې د داعش زیاتره وسله وال چې ملکیان یې سپر کړي وو د موصل په لوري په شاتګ کړی.

خو د امریکا هوايي بریدونو د داعش پلان چې د ملکیانو نه د سپر په توګه یې کار اخیست ګډوډ کړ او یو شمیر ملکیان بریالي شوال چې د سیمې نه وتښتي.

عراقي ځواکونه او کردي وسله وال د جنوب، ختیځ او شمال لخوا د موصل د ښار په لور خپل پرمختګ ته ادامه ورکړې ده.

عراقي ملیشو بیا د موصل په مغرب کې بله جبهه پرانیستې ده او د تلعفر په ښارګوټي یې بریدونه کړي دي.

شیعه ملیشه هڅه کوي چې د سوریې او موصل ترمنځ لاره قطع کړي. که چیري دغه ملیشې په خپل پلان کې کامیاب شي نو داعش ته به د سوریې نه د وسلو او اکمالاتو لاره بنده شي.

خو، د شیعه ملیشو د پرمختګ سره دا ویره پیدا شوي چې داسې نه شي چې فرقه وي حساسیتونه راوپاریږي.

موصل د عراق هغه ښار دی چې اکثریت اوسیدونکي يې سنیان دي. خو، عراقي قوماندانانو ویلي دي چې شیعه ملیشو به د موصل ښار ته داخل نه شي.

بل پلو ته رپوتونو د ملګروملتونو له قوله ویلي چې داعش په زوره ملکیان مجبوره کړي چې موصل ته ولاړ شي.

داعش دا کار د دې لپاره کړی دی چې د دغو ملکیانو نه د سپر یا ډال په توګه برخه واخلي.

همداراز په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې داعش څو ورځې مخکې تر ۲۵۰ ډیر کسان په دې وژلي دي چې د داعش سره یې د تګ مخالفت کاوه یا هم د عراقي د امنیتي قواوو پخواني غړي وو.

XS
SM
MD
LG