د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو د رمادي د نیولو په جګړې کې پرمختګ کړی


د عراق پوځ د څو ورځو راهیسې د رمادي د ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
د عراق پوځ د څو ورځو راهیسې د رمادي د ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

عراقي پوځ د رمادي د ښار په مرکزي برخې کې پر داعش محاصره تنګه کړې ده. خو عراقي چارواکي وايي چې دوی ورو ورو پرمختګ کوي.

عراقي قواوي هڅه کوي چې د رمادي ښار د داعش څخه ونیسي. ویل کیږي چې په دغه ښار کې د داعش څو سوه وسله وال موجود دي.

د عراق د پوځ یوه جنرال انور امین وویل چې «پوځ کرار کرار په ښار کې پرمختګ کوي چې حکومتي ودانۍ ونیسي.»

خو جنرال امین زیاته کړه چې داعش په لارو کې مایونه ځای پرځای کړي دي چې د عراق د پوځ د چټک پرمختګ مخه نیسي.

یو محلي ژورنالست راد خاشي ویلي دي چې داعش په جګړې کې د ملکي خلګو نه د سپر په توګه کار اخلي.

د عراق د پوځ لوی درستیز جنرال عثمان الغنیمي وایي «په راتلونکو څو ورځو کې به د رمادي د ښار نه د اسلامي دولت ډله یا داعش وباسي.»

که عراقي قواوي د رمادي ښار ونیسي، دا به د تکریت نه وروسته دویم ښار وي چې حکومت یې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د وسله والو نه نیسي او دا به د عراق د امنیتي ځواکونو مورال لوړ کړي.

د ملکیانو وژل

د چهارشنبې په ورځ د عراق په بیلابیلو سیمو کې په بریدونو کې ۱۸ ملکیان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې نه دې ویلي چې بریدونه دوی کړي دي خو دغه بریدونو د داعش د بریدونو په څیر وو.

په یو برید کې چې د خالص په ښار کې، چې زیاتره اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، وشو د چاودیدونکو موادو نه دوه ډک موټر وچول شول.

لومړی موټر، چې بم پکښې و، د بسونو په تم ځای کې ولاړ و. د پولیسو یو چارواکي ویلي دي چې د موټر بم په دغه چاودنه کې درې کسان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

دوهم موتر بم د سبزیو د مارکیټ سره نږدې وشو چې څلور کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG