د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په سعودي عربستان کې څه غواړي؟


داعش د مي په میاشت کې په سعودي کې د شیعه ګانو په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومنی
داعش د مي په میاشت کې په سعودي کې د شیعه ګانو په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومنی

د اسلامي دولت ډله یا داعش، په عراق او سوریې کې د جګړو سربیره، اوس غواړي په سعودي عربستان کې هم یوه جبهه پرانیزي.

خو دغه کار به داعش ته دومره آسانه نه وي دا ځکه چې سعودي عربستان چارواکي سنیان دي او د عراق، سوریه او یا هم لیبیا خلاف، سعودي یو ناکامه دولت نه دی.

خو، د تروریزم په ضد د مبارزې لپاره چارواکي، پخواني ډیپلوماتان او کارپوهان فکر کوي چې د اسلامي دولت د ډلې لخوا سعودي عربستان ته ګواښ باید له نظر و نه غورځول شي.

د عراق لپاره د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر امریکا غږ ته د سکایپ له لارې وویل چې د داعش «جاطلبي د رمادي تر ښاره نه محدوده کیږي.»

ښاغلي کراکر زیاته کړه چې «څه چې دوی یې په حقیقت کې غواړي هغه دا دي چې په سعودي عربستان کې نفوذ وکړي او د مکې او مدینې مقدس ښارونه ونیسي او د خپل خلافت مرکز یې وګرځوي.»

څو اونۍ وړاندې، د اسلامي دولت ډلې د عربستان په ختیځ کې د شیعه ګانو په جوماتونو د دوو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه واخیست. په دغو بریدونو کې تر ۲۰ ډیر کسان ووژل شول.

د اسلامي دولت ډلې په یو ثبت شوی بیان کې د نورو بریدونو د کولو خبرداری هم ورکړ. د تروریزم خلاف د مبارزې امریکايي چارواکو ویلي دي چې دغسې ګواښونه د اسلامي دولت د تبلیغاتو سره سر خوري چې هدف یې د سعودي د چارواکو او غربیانو خلاف تشدد راوپاروي.

د تروریزم په ضد د مبارزي یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط، امریکا غږ ته وویل چې داعش «په ښکاره هڅه کوي چې د سعودي دننه خپلې ډلې ولري چې دغه د دوی د ستراتیژۍ برخه ده.»

دا چې آیا داعش د دې امکانات لري چې دغه کار وکړي پوښتنې شته. زیاتره رپوټونه وايي چې داعش په عربستان کې کم کسان لري.

د سعودي چارواکو هم د داعش په خواخوږو کسانو فشار راوستی دی. د مي په میاشت کې، د سعودي عربستان چارواکو ۹۳ مشکوک کسان ونیول، چې ۶۵ یې د سعودي اتباع وو.

فرقه یي اختلافات

د جګړو د مطالعاتو به انستیتوت کې، د تروریزم په ضد د مبارزې کارپوهه هارلېن ګامبېر وویل چې «داعش، که څه هم په سعودي کې ډیر حضور نه لري، خو د لویو بمي بریدونو له لارې غواړي چې فرقه یي شخړو ته لمن ووهي چې په عربستان کې داخلي جګړه پيل شي.»

ګامبېر او نور کارپوهان خبرداری ورکوي چې کیدای شي د اسلامي دولت ډله په سعودي او د سعودي په ګاونډ یمن کې ترهغه څه چې فکر یې کیږي ډیر حضور ولري، دا ځکه چې داعش په دغه هیوادونو کې پټې ډلې لري.

سعودي عربستان یو داسې هیواد دی چې سختدریځې ډلې، لکه داعش، پکښې کسان جذب کوي. د سختدریځۍ او سیاسي تشدد د نړیوال مرکز یا ICSR لخوا یوه څیړنه ښيي چې د ۲۰ زرو کسانو څخه چې سوریې او عراق ته تللي دي د ۱۵۰۰ نه تر ۲۵۰۰ کسانو پورې یې د سعودي عربستان څخه ورغلي دي. ځینې نور کارپوهانو بیا وايي چې کیدای شي چې دغه شمیر تر دې هم ډیر وي.

د سوفان د ګروپ د خاصو پروژو مشر، پټریک سکنر وویل چې که چیري دغه کسان چې د سعودي عربستان نه د داعش په طرفدارۍ د جګړې لپاره تللي دي بیرته سعودي ته ستانه شي نو دا به داعش ته دا توان ورکړي چې د سعودي د حکومت سره مقابله وکړي.

د مشکل بله برخه بیا دا ده چې د ډیر وخت راهیسې د تندلارۍ ملاتړ، په تیره بیا په ځوانانو کې، موجود دي. بل پلو ته سختدریځو مذهبي مشرانو تمویل هم کیږي.

د امریکا پخواني سفیر مارک والس وویل چې سعودي عربستان ښه شوی دی. هغه زیاتوي چې په عربستان کې په واک کې داسې کسان شته چې مسایل درک کوي.

خو د سعودي او ایران ترمنځ په سیمې کې رقابت له نظره نه شي غورځول کیدای. ځینې کارپوهان خو اوس هم خبرداری ورکوي چې د سعودي عربستان چارواکي همداوس فکر کوي چې په منځني ختیځ کې تحولات ته د سنيانو او شیعه ګانو ترمنځ د اختلافاتو له امله رامنځ ته شوي دي.

د دیموکراسۍ د دفاع د بنسټ کارپوه رواوایل مارک جیرت وویل چې «داسې چې د سعودي او ایران ترمنځ رقابت ډیریږي، زه فکر کوم چې دا به ګرانه کړي چې سعودي عربستان دې د داعش یا د هغو ډلو چې د داعش تر چتر لاندې راټولې دي ملاتړ و نه کړي.»

XS
SM
MD
LG