د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د اسرائیلو برید د حزب الله یو مشر وژلی دی


د حزب الله یو مشر سمیر قنطار د یکشنبې په ورځ په سوریې کې د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی دی

د حزب الله یو مشر سمیر قنطار د یکشنبې په ورځ په سوریې کې د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی دی

د لبنان د حزب الله شیعه ډله وایي چې په سوريې کې یې یو مشر د اسرائیلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د حزب الله دغه مشر سمیر قنطار نومیدی چې په ۱۹۷۹ کال کې په یوه برید کې یې یو اسرائیلي پولیس او دوه نور کسان وژلي وو.

قنطار د دغه برید پخاطر ۳۰ کاله په بند کې تیر کړل. په ۲۰۰۸ کال کې، اسرائیلو د حزب الله سره بندیان تبادله کړل چې قنطار هم په دغه لړ کې خوشي شو.

حزب الله ویلي دي چې قنطار د یکشنبې په ورځ د سوریی پایتخت دمشق ته نږدې د جرمانه په سیمې کې د خپلو اتو نورو ملګرو سره د اسرائیلو په هوايي بمبارۍ کې ووژل شو.

حزب الله د هغې ودانۍ ویدیو هم خپره کړې چې په بمبارۍ کې له منځه تللې ده.

د اسراییل حکومت پدې اړه سمدستی عکس العمل نه دې څرګند کړی.

خو، د اسرئیلو د کابینې یوه غړي ویلي دي چې که چیري قنطار وژل شوي وي نو څوک به پرې خواشیني نه شي دا ځکه چې هغه «یو ظالم تروریست و» او بې ګناه خلګ یې وژلي وو.

سمیر قنطار د حزب الله د هغو سلګونو وسله والو نه یو و چې سوریې ته د جګړې لپاره تللی و. د حزب الله ډله په سوریې کې د بشارالاسد په ملاتړ جنګیږي.

په سوریې کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ د میاشتې راهیسې هغه مهال جګړه پيل شوه چې د بشارالاسد د واک په ضد ولسي پاڅونونه وشول.

XS
SM
MD
LG