د لاس رسي وړ اتصالات

کینیاتا: د اوباما سره به د امنیت او تجارت په اړه خبرې وکړو


د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا د سې شنبې په ورځ وینا وکړه

د کینیا ولسمشر اوهورو کینیاتا د سې شنبې په ورځ وینا وکړه

د کینیا ولسمشر وايي چې کینیا ته د ولسمشر اوباما د سفر په جریان کې به د امنیت او تجارت په اړه خبرې وشي. تمه ده چې ولسمشر اوباما به د شنبې په ورځ کینیا ته ولاړ شي.

د امریکا غږ خبریال ګیب جاسلو د نایروبي نه په خپل رپوټ کې وايي چې د کینیا ولسمشر په خپلې وینا کې، چې د سې شنبې په ورځ یې وکړه، د ځینو جنجالي موضوعاتو په اړه څه و نه ویل.

په دغو جنجالي موضوعاتو کې، چې کیدای شي چې د ولسمشر اوباما د سفر په جریان کې مطرح شي، د کینیا د ولسمشر د مرستیال په خلاف د جنایاتو د نړیوالې محکمې تورونه او په کینیا کې د همجنسانو د حقوقو په اړه اعتراضونه شامل دي.

ولسمشر کینیاتا وايي چې کینیا ته د ولسمشر اوباما د سفر په جریان کې به د امنیت او پانګه اچونې په اړه بحث وشي.

ولسمشر اوباما به د کینیا د ولسمشر سره د نړیوال تشبث په اړه د هیوادونو د مشرانو د غونډې ګډ کوربتوب وکړي.

دواړه مشران به په دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي. د امریکا او کینیا تر منځ اړیکې د هغه نه وروسته خرابې شوي چې د جنایاتو نړیوالې محکمې د کینیا په ولسمشر کینیاتا او د هغه په مرستیال ویلیم روتو باندې د ۲۰۰۷ کال د انتخاباتو نه وروسته د تشدد په پیښو کې د لاس لرو تورونه ولګول.

دوه اړخیزه اړیکې

ښاغلي کینیاتا وویل چې کینیا ته د ولسمشر اوباما سفر پر دې دلالت کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ډیرې غښتلې دي.

ولسمشر کینیاتا وویل چې «څه چې زه یې ویلی شم هغه دا دي چې هغه کسان چې زموږ د دواړو هیوادونو ترمنح د ملګرتیا او شراکت د قوت په اړه شک لري ورته ښه به دا وي چې په خپلو نظرونو له سره غور وکړي.»

د جنایاتو نړیوالې محکمې، د کینیا پر ولسمشر تورونه بیرته اخیستي دي، خو د هغه د مرستیال ښاغلي روتو او یو بل کس محاکمه لا روانه ده.

د کینیا ولسمشر وویل چې ښاغلي روتو به د ولسمشر اوباما سره په مجلسونو کې موجود وي.

«د ولسمشر مرستیال د دغه حکومت برخه دی، نو موږ باید ټول په مجلس کې وشو او هغه څه به وکړو چې ورته ضرورت لرو.»

که څه هم په کینیا کې ځینې سیاسيمدارانو اندیښنه څرګنده کړې ده چې ولسمشر اوباما به په مجلس کې د همجنسانو د حقوقو په اړه هم بحث وکړي، په تیره بیا چې د امریکا سترې محکمې همجنسانو د ودونو په طرفدراۍ فیصله کړې ده.

خو کینیاتا وویل چې دا مسله نه شته او د خبرو په اجنډا کې شامله نه ده.

په تشبث خبرې

کینیاتا د ثشبث په اړه د هیوادونو د مشرانو د غونډې د اهمیت په اړه تاکید وکړ. هغه وویل چې دا به د کینیا شهرت ته د «نوښت او ثشبث» په برخې کې ګټه ورسوي.

«دا لومړی ځل دی چې د افریقا د صحرا د سیمې په یو هیواد کې د مشرانو دغه غونډه جوړیږي. دا چې کینیا [د مشرانو د غونډې لپاره انتخاب شوی دی] د دې مانا ورکوي چې د نړیوال تشبث د مشرانو غونډې په کینیا کې د بلقوه قوت او پرمختګ شاهدان دي او د افریقا په وچې کې یې [په دې برخې کې] د کینیا مشري منلې ده.»

کینیاتا وویل کیدای شي چې د کینیا په زیربنايي پروژو کې، د صحي او تولیداتو په برخې کې د پانګه اچونې د زیاتیدو نه ګټه واخلي.

تمه ده چې ولسمشر اوباما به د شنبې په ورځ د تشبث په اړه د هیوادونو د مشرانو په دغه غوندې کې ګډون وکړي اوایتوپیا ته د تګ نه مخکې وینا هم وکړي.

ایتوپیا ته به د ولسمشر اوباما سفر تاریخي حیثیت ولري او هغه په دې خاطر چې چې اوباما به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې ایتوپیا ته چې افریقايي اتحاد مرکز دی سفر کوي. افریقايي اتحاد د افریقا رول د افریقا د وچې په راتلونکي کې ورځ تر بلې دیریږي.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG