د لاس رسي وړ اتصالات

کېري د سعودي د چارواکو سره د یمن په اړه خبرې کوي


جمعہ کو شروع ہونے والی بارش و برفباری کا سلسلہ ہفتہ کو بھی جاری رہا
جمعہ کو شروع ہونے والی بارش و برفباری کا سلسلہ ہفتہ کو بھی جاری رہا

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د عربستان سره به خبرې وکړي چې په یمن کې «د بشري مرستو د رسولو» لپاره دې په بریدونو کې وقفه راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري سعودي عربستان ته رسیدلی دی او د دغه هیواد د چارواکو سره به خبرې وکړي.

جان کېري وویل چې «موږ د ټولو خواو نه او د هر چا نه چې په دې جگړو کې شامل دي غوښتي دي چې د بشري قانون مراعات دې وکړي او ټولې هڅې دې په کار واچوي چې ملکیان د جگړې د اور نه گوښه وساتل شي او همدا راز دې بشري مرستو ته موقع برابره شي چې خلکو ته ورسول شي.»

کېري به د سعودي عربستان د مشرانو او د یمن د ولسمشر عبدربو منصور هادی سره وګوري. ښاغلی هادي په عربستان کې دی.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي چې دوی په هوایي بریدونو کې او په حوثي وسله والو باندي په نورو نظامي عملیاتو کې د یوې وقفې د راوستلو په اړه فکر کوي.

د بشري مرستو کارکونکو شکایت کړی دی چې په دې اوسنیو شرایطو کې دا دوی ته ډیر گران دي چې د یمن ملکي وگړو ته خوراکي مواد او د مرستو نور شیان ورسوي.

کېري وویل چې دا وقفه باید په داسي ډول دوام وکړي چې یوې خواته لا اجازه ور نه کړل شي چې زیاتې سیمې ونیسي یا په هغوی باندې حملې وکړي چې په موقتي توگه یې خپلې وسلې پر مځکه ایښي وي.

مخکې له دې نه چې عربستان ته ولاړ شي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په جیبوتي کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر محمود علي یوسف سره په یو ګډ خبرې کنفرانس کې برخه واخیستله.

په خبرې کنفرانس کې، ښاغلي کېري د یمن سره د نوو بشري مرستو، چې ارزښت یې ۶۸ میلیون ډالره کیږي، اعلان وکړ.

جان کېري وویل چې «په میلیونونه خلګ بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.»

XS
SM
MD
LG