د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د افراطیت په ضد کنفرانس جوړ شو


ارشیف: افغان امنیتي ځواکونه د یو ځانمرگي برید وروسته ساحه پلټي.
ارشیف: افغان امنیتي ځواکونه د یو ځانمرگي برید وروسته ساحه پلټي.

د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ په نوم د غيردولتي ادارې مسوولين وايي، چې له دې دوه ورځنيو اسلامي کنفرانسونو څخه يې اساسي هدف د افراطيت په نتيجه کې د رامنځته کېدونکي تشدد مخنيوی دی.

د خوست په دغه دوه ورځني اسلامي کنفرانس کې، چې نن جوړ شو، شاوخوا دوه نيمه سوه نارينه او ښځينه مدني فعالانو، مذهبي او قومي مشرانو او دولتي مامورينو ګډون کړی دی.

نجيب ساحل د يادې ادارې مسوول دی وویل چې ”زموږ هدف دا دی، چې څنګه له افراطيت سره مبارزه وکړو او په کوم شکل د افراطيت د مخنيوي لپاره ستراتيژيک پلان جوړ کړو او بيا يې په ټول افغانستان کې عملي کړو‟.

نجيب ساحل وايي، چې دغو کنفرانسونو کې د اسلامي نړۍ له ځينو هېوادونو څخه مشهورو ديني عالمانو ته هم د ګډون بلنه ورکوي او د افراطيت پرضد د مبارزې پر مهمو لارو چارو له افغان ديني عالمانو سره بحثونه لري.

د ښځو پروړاندې کورنی تاوتريخوالی، د ځمکو غصب، انسان وژنه، قومي شخړې، ځانوژنه او دېته ورته نورې هغه پديدې بلل کېږي، چې د رامنځته کېدو اساسي لامل يې افراط بلل شوی.

ساحل وويل چې ”په بدو کې د نجو ورکړه، ولور، انتحار او د ځمکو له امله د شخړو په حل خبرې وشوې او دا يې بده پديده وبلله. د دې کنفرانسونو په وسيله انشاالله خلکو ته زمينه برابرېږي، چې مبارزه ورسره وکړي‟.

د مصر يو ديني عالم دوکتور محمد احمد، چې د خوست په ياد شوي اسلامي کنفرانس کې ګډون لري، د کنفرانس په حاشيه کې له امريکاغږ سره په خبرو کې د افراطيت پرضد مبارزه يوه ضروري اړتيا وبلله.

هغه وويل چې ”د اسلام مبارک دين خلک له سختۍ څخه نرمۍ ته رابولي او انسان هر وخت بايد نرم واوسي. په هرشي او هرځای کې تشدد کول ددې لامل ګرځي، چې انسان له سختۍ او بالاخره له ځانوژونو سره مخ کوي‟.

د څېړونکو له نظره د عامه پوهاوي دا او نور کنفرانسونه هغه مهال ګټور ثابتېدای شي، چې پرلپسې تعقيب، مثبت او منفي اړخونه يې وسنجول شي.

ديني عالم محمدکريم له خلکو غوښتنه لري، چې له افراط او تفريط څخه د لاس په سر کېدو سره له ټولو هغو ستونزو څخه ژغورل کېدای شي، چې په اوسنيو حالاتو کې ورسره لاس او ګريوان دي.

هغه زياته کړه چې ”موږ په لنډه توګه ويلای شو، چې په اسلامي هداياتو او ارشاداتو، کليوالي او عرفي عاداتو کې زياتوالي ته افراطيت او کموالي ته يې تفريط ويل کېږي‟.

د سولې او پيوستون لپاره د همکارۍ په نوم ياده شوې غيردولتي اداره په کال ۱۹۹۶ ميلادي کې جوړه شوې. مسوولين وايي، چې د شخړو په هواري او دغه راز د افراطيت پرضد مبارزه کې يې مهم رول لوبولی دی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG