د لاس رسي وړ اتصالات

«د طالبانو لخوا د کندز نیول یوه ناڅاپې پيښه نه وه»


د ۲۰۰۱ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې طالبان یو ښار نیسي.
د ۲۰۰۱ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې طالبان یو ښار نیسي.

د طالبانو لخوا د کندز نیول د افغانستان د حکومت په امنیتي ستراتیژي کې د هغو نیمګرتیاوو ښکارندويي کوي چې د ډیر وخت راهیسي موجودې وي.

تیډ کالاهان، د امنیت په برخې کې یو غربي مشاور دی او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کار کوي، هغه وايي د طالبانو لخوا د کندز نیول یوه ناڅاپې پيښه نه وه بلکې د څو میاشتو راهیسې دغه مشکل روان و.

«که څه هم داسې معلومیږي چې [د کندز] سقوط یو ناڅاپې پيښه وه خو د دغه پيښې جړلې د څو میاشتو مخکې په حوادثو کې پيدا کولای شو، په تیره بیا د اپریل په میاشتې کې چې طالبانو په کندز کې پسرلني بریدونه پيل کړل. دغه یې علت و چې حکومت مجبوره شو چې په ملیشو اتکا وکړي، . . . خو حکومت داسې مهم اصلاحات را نه وستل چې په کندز کې د امنیتي ځواکونو د کمزوره کیدو مخه ونیسي.»

افغان چارواکي دا مني چې د کندز په ولایت کې د قدرت په سر سیالي د دې سبب شوه چې طالبان دې په کندز برید وکړي.

سیاسي ستونزه هغه مهال پيدا شوله چې ولسمشر غني والي وټاکه او د امنیې قوماندان بیا د اجراییه ریس لخوا وټاکل شو. کالاهان وايي چې د دغو دوو ټیمونو ترمنځ دغه په اصطلاح سیاسي «توازن» د دې سبب شو چې په کندز کې دې امنیتي بحران پیدا شي.

کالاهان وايي چې ان که د ناټو په مرسته، افغان امنیتي ځواکونه طالبان د کندز نه وباسي، بیا به هم د افغانستان حکومت په راتلونکي کې د لویو مشکلاتو سره مخ وي.

«مشکل دا دی چې طالبان د کندز په شاووخوا کې ډیرې سیمې په خپله ولکه کې لري او تاسو نه شي کولای چې په پوره توګه طالبانو ته ماته ورکړی. تاسو کولای شي چې دوی د ښار نه وباسی، خو دا یقیني ده چې طالبان به بیا بریدونه کوي. او د دې ډیر احتمال شته چې دوی به اونیو کې بیا ځانونه د کندز دروازو ته ورسوي.»

په کابل کې سیاسي کارپوه، هارون میر وايي چې بې کاري او خراب امنیتي وضعیت د دې سبب کیږي چې لا نور افغانان هم د هیواد نه وتښتي او د کندز سقوط کیدای شي چې د غني په ادارې باندې د خلګو باور لا کم کړي.

«دا یو ښه نښه ده چې خلک له حکومته مایوسه شوي دي. اکثریت ځوانان او هغه کسان چې یو څه تعلیم یې کړی دی هڅه کوي چې د افغانستان نه وتښتي. دغه ښيي چې خلک په حکومت اعتبار نه لري او دوی د [راتلونکي] په اړه هیله نه لري.»

XS
SM
MD
LG