د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې د میلیونرانو شمیر ډیر شوی دی


د نړۍ د میلیونرانو شمیر ۱۴.۶ میلیونو کسانو ته رسیږي

د نړۍ د میلیونرانو شمیر ۱۴.۶ میلیونو کسانو ته رسیږي

په هند کې د میلیونرانو شمیر ۲۶ فیصده ډیر شوی دی. په هغه رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی ویل شوي دي چې د تیر کال په جریان کې په هند کې تر بل هر هیواد د میلیونرانو په فیصدۍ کې زیاتوالی راغلی دی.

که څه هم د هند د میلیونرانو شمیر په نسبي توګه ډیر نه دی خو د میلیونرانو د شمیر په حساب دغه هیواد په چټکۍ سره ځان ایټالیا ته نږدې کوي.

په هند کې د میلیونرانو شمیر ۱۹۸ زره دی او په ایټالیا کې بیا ۲۱۹ زره دی.

د هغو خلګو شمیر چې د یو میلیون ډالرو یا د یو میلیون ډالرو نه ډیره شتمنۍ لري ۱۴.۶ میلیونو کسانو ته رسیږي. یوازې تیر کال د میلیونرانو په شمیر کې ۹۲۰ زره کسان ډیر شويدي.

دغه کلني ارقام د کېپ جیمیني او ار بي سي د شتمنیو د مدیریت موسسې خپاره کړیدي.

دا شپږم پرله پسې کال دی چې په نړۍ کې د میلیونرانو شمیر ډیریږي. د میلیونرانو شمیر د دې لپاره ډیر شوی دی چې یو څو هیوادونو کې د اسهامو د قیمتونو په لوړیدو د افرادو د شتمنیو ارزښت ډیر شوی دی.

د نوو میلیونرانو د درېیمې برخې نه زیات، یانې ۳۴۵ زره کسان، په امریکا کې ژوند کوي. په امریکا کې د اسهامو د سټنډرډ او پورز ۵۰۰ شاخص ۱۱ فیصده لوړ شوی دی.

په نړیواله کچه، د میلیونرانو شتمنۍ هم ډیره شوې ده. د ټولو میلیونرانو شتمنۍ ۵۶ ټریلیون ډالرو ته رسیږي.

رپوټ وايي چې تر نورو شتمن میلیونران هغه کسان دي چې ۳۰ میلیون ډالر او یا د ۳۰ میلیون ډالرو نه زیاتې شتمنۍ لري. دغه کسان د میلیونرانو یو فیصد جوړوي او د شتمنیو ۳۵ فیصده یې په لاس کې دي.

تیرکال، په اروپا او جنوبي امریکا کې د میلیونرانو شمیر یوازې اوه فیصده ډیر شوی دی. دا د دې لپاره چې په دغو سیمو کې د اسهامو بیې دومره لوړې شوې نه دي.

په امریکا کې د نړۍ تر بل هر هیواد ډیر میلیونران شته. د امریکا د میلیونرانو شمیر ۴.۴ میلیونو ته رسیږي.

جاپان بیا دوهم هیواد دی چې دیر میلیونران لري. دغه هیواد ۲.۵ میلیون میلیونران لري. د جاپان نه وروسته بیا جرمني دی چې ۱.۱ میلیون میلیونران لري.

چین چې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد لري، د میلیونرانو د شمیر په حساب څلورم راځي. په دغه هیواد کې ۸۹۰ زره میلیونران شته.

د افرادو د شتمنو کسانو دغه لست د هغوی د اسهامو او نغدیو پيسو په اساس برابر کړی دی او په دې کې د دغو افرادو د اوسیدو کورونه شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG