د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او شریف پر افغان سولې خبرې کوي


ولسمشر اوباما او نواز شریف به د افغانستان د سولې او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر اوباما او نواز شریف به د افغانستان د سولې او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف به د اکتوبر په ۲۰ نیټه واشنګټن ته سفر وکړي. د خپل سفر په جریان کې، چې د درو ورځو لپاره دی، شریف به د ولسمشر اوباما سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاضي خلیل الله پرون په اسلام آباد کې په خپل اونیز خبرې کنفرانس کې وویل چې شریف به د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته د تروریزم په ضد د پاکستان د جګړې او په سیمې کې د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړي.

خلیل الله وویل چې دواړه هیوادونه به د اقتصاد، تجارت، تعلیم، صحت، دفاع، د تروریزم خلاف جګړې او د اقلیم د بدلون په اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د پاکستان هڅې او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه تشویشونه هغه عمده مسایل دي چې د ولسمشر اوباما او صدراعظم نواز شریف ترمنځ به په خبرو کې مطرح شي.

د پاکستان صدراعظم داسې مهال امریکا ته سفر کوي چې ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاته کیدو پریکړه اعلان کړه.

ولسمشر اوباما دا خبره هم وکړه چې امریکا به د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.

ولسمشر اوباما د دې نه بغیر چې د پاکستان نوم واخلي وویل چې د طالبانو او نورو تروریستانو د پټیدو ځایونه باید چې ختم شي.

هغه وویل چې «بله اونۍ به، زه د پاکستان د صدراعظم کوربه یم، او زه په سیمې کې ټولو دخیلو خواوو نه غوښتنه کوم چې پر طالبانو فشار راولي چې د سولې خبرو ته بیرته راوګرځي او د افغانانو لپاره دې، چې مستحق یې دي، د سولې په راوستلو کې خپله ونډه سرته ورسوي.»

د پاکستان د اټومي وسلو په اړه تشویش ځکه پیدا شوی دی چې ویل کیږي چې په نړۍ کې تر بل هر هیواد پاکستان ډیري اټومي وسلې جوړوي او اټومي وسله کوټ یې په چټکی سره ډیریږي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې د پنجشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی دی چې پکښې راغلي دي چې د اوباما اداره د یوې داسې معاملې په اړه غور کوي چې هدف یې د پاکستان اټومي وسله کوټ محدود کول دي.

ورځپانې لیکلي دي چې د نواز شریف د سفر نه مخکې، په واشنګټن کې په دې اړه بحثونه روان دي.

XS
SM
MD
LG