د لاس رسي وړ اتصالات

سنډرس او کلنټن په یو بل سخت انتقادونه وکړل


د دیموکرات ګوند کاندیدانو په نیویارک کې د پنجشنبې په شپه مناظره وکړه

د دیموکرات ګوند کاندیدانو په نیویارک کې د پنجشنبې په شپه مناظره وکړه

د امریکا د نیویارک په ایالت کې به مقدماتي انتخابات د سه شنبې په ورځ وشي. د دغو انتخاباتو نه مخکې، د پنجشنبې په شپه دیموکراتو کاندیدانو د سي ان ان په تلویزیوني شبکې مناظره وکړه.

سناتور برني سنډرس او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په یو بل باندي سخت انتقادونه وکړل.

سنډرس د کلنټن په اړه خپله خبره چې د هغې په قضاوت باندي شک لري تکرار کړه. هغه وویل چې شک د دې لپاره لري چې هغې د عراق د جګړې ملاتړ کړی و او د خپل انتخاباتي مبارزو لپاره یې د غټو شرکتونو او بانکونو مالي مرستې منلي دي.

خو سنډرس په دې کې پاته راغی چې دا وښيي چې کلنټن دې د دغو مالي مرستو په مقابل کې د بانکونو لپاره کوم کار کړی وي.

هغه وویل «مناسب ځواب، زما په نظر دا دی، چې موږ باید بانکونه مات او په وړو بانکونو باندې تبدیل کړو او دا هغه څه دي چې زما [پشنهاد شوې] لایحه یې غواړي.»

هیلري کلنټن یې په ځواب کې د مناظرې کوربنې ته وویل چې «ښه ډانا، تاسو وینئ چې هغه یې «ثبوت» نه لري. هغه یوه داسې بیلګه نه شي ښودلای او داسې بیلګه نه شته، او دا مهمه ده. دا مهمه ده، . . . دا مهمه ده چې موږ حقایق وپلټو.»

میرمن کلینټن وویل چې سنډرس د هغې په خلاف «دروغ» وايي چې هغې د وال سټریټ یا لویو شرکتونو نه ډیرې مرستې اخیستي دي.

کلنټن هڅه وکړه چې هغو پوښتنو ته ځواب و نه وايي چې هغې لویو مالي ادارو ته د پیسو لپاره ویناوي کړي وي. هغې وویل چې د دغو ویناوو متن به یوازې هغه وخت خپور کړي چې نور کاندیدان هم دغه کار وکړي.

«راځئ چې عین معیار هریوه ته وټاکو.‎ هر وخت چې ټولو دغه کار وکړ نو زه به یې هم وکړم. راځئ چې عین معیار د مالیې د جمع کولو لپاره هم وټاکو او دا تمه هم وکړو چې هر یو یې عملي کړي او بیا [په نورو برخه کې] مخکې ولاړ شو.»

سنډرس بیا په ځواب کې وویل چې «زه به د خپلو ویناوو چې وال سټریټ ته مې د بندو دروازو تر شا کړي دي، ټول متنونه خپاره کړم. [ما] نه د ۲۲۵ زرو ډالرو لپاره، نه د ۲۰۰۰ ډالرو لپاره، او نه هم د دوو سنټو لپاره [ویناوي] کړي دي. داسې ویناوي نه شته او دوهم دا چې موږ به د خپلو مالیاتو اسناد هم خپاره کړو.»

دواړه کاندیدان په نیویارک کې ډیر پلویان لري، خو د مناظرې نه مخکې د نظرمعلومولو سرویګانو ښودلې ده چې کلنټن تر سنډرس په دغه ایالت کې مخکې ده.

میرمن کلینټن د استازو د شمیر په حساب هم مخکې ده او نیویارک په دې هم مهم دی چې هغه به کاندیدیو ته ورنژدي کړي.

XS
SM
MD
LG