د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا شمالي کوریا ته داټومي فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړ


په شمالي کوریا کې د یونگ بیون اټومي فابریکه
په شمالي کوریا کې د یونگ بیون اټومي فابریکه

د امریکا متحده ایالاتو شمالي کوریا ته «د بې مسئولیته پارونو» له کبله خبرداری ورکړ. پیونگ یانگ اعلان کړی چې د یونگ بیون په اټومي فابریکه کې یې«عادي چارې» بیا پیل کړي دي.

د سپیني ماڼۍ ویاند جاش ارنیسټ پرون د سه شنبې په ورځ وویل چې شمالي کوریا باید د داسې اعمالو نه لاس واخلي چې «یوازې سیمه ییزه نا کراري راپیدا کوي او پر ځای یې باید د خپلو نړۍ والو تعهداتو او مکلفیتونو تر سره کولو ته پام واړوي.»

سپیني ماڼۍ دا بیانیه وروسته له هغه خپره کړه چې شمالي کوریا خبرداری ورکړ چې دې ته چمتو ده چې «هر وخت» چې یې زړه وغواړي په امریکا باندې ذروي بم استعمال کړي.

د شمالي کوریا دغه تبصره د شمالي کوریا د دولتي خبرې آژانس لخوا خپره شوې ده. شمالي کوریا دا ګواښ هم کړی دی چې د هوا د حالاتو د معلومولو سپوږمکۍ به د منع شوي بلاستیکي توغندي د ټکنالوجۍ د استعمال له لارې مدار ته واستوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ارنیسټ وویل چې د متحده ایالاتو او نړۍ موقف تغیر نه دی خوړلی او کوریا به د اټومي هیواد په توګه و نه منل شي.

د شمالي کوریا دغسې خبرې معمولا هغه مهال کوي چې د جنوبي کوریا او امریکا نه امتیازات واخلي.

جنوبي کوریا د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا ته د اوږد واټن د توغندیو د استعمال په اړه خبرداری ورکړ. د جنوبي کوریا د ولسمشر د ویاند له قوله، شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ ویلي و چې غواړي د بلاستیکي توغندیو ازموینې وکړي.

داسې یو اقدام به «جدي پارونه» او د ملګرو ملتونو د پریکړو نه سرغړونه وګنل شي.

ملګري ملتونو پریکړه شمالي کوریا د دې نه منع کوي چې د بلاستیکي توغندیو ازموینې وکړي.

XS
SM
MD
LG