د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا وايي بله اټومي ازموینه یې کړې ده


په جنوبي کوریا کې یو شخص په تلویزیون د شمالي کوریا د اټومي ازموینې په اړه خبرونه ګوري
په جنوبي کوریا کې یو شخص په تلویزیون د شمالي کوریا د اټومي ازموینې په اړه خبرونه ګوري

د شمالي کوریا دولتي تلویزیون وايي دغه هیواد د جمعې په ورځ پنځمه اټومي ازموینه وکړه. دغه ازموینه نړیوالو غندلې ده.

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې او اروپایي ادارو د جمعې د ورځې په سهار د شمالي کوریا د اټومي ازموینو د ساحې سره د زلزلې د کیدو خبر ورکړی و.

شمالي کوریا د ازموینې نه مخکې نړیوالې ټولنې معلومات نه دې ورکړي. د جنوبي کوریا حکومت د شمالي کوریا د اټومي ازموینې سمدستې بیړنۍ غونډه راوغوښتله.

د جنوبي کوریا صدراعظم هووانګ کیوواهن د شمالي کوریا د اټومې ازموینې په ارتباط تشویش څرګند کړ.

«د جنوبي کوریا حکومت او نړیواله ټولنه د شمالي کوریا دغه بې باکانه پارونه غندي. دغه د ملګروملتونو د امنیت د شورا د فیصلو ښکاره سرغړونه ده»

د سپینې ماڼۍ نه په خپور شوي بیان کې د جمهوررئیس اوباما هغه ژمنه تکرار شوې ده چې ویلي یې دي په آسیا او نړۍ کې د خپلو ملګرو امنیت ته ژمن دی.

په بیان کې راغلي دي چې جمهوررئیس د نړۍ د نورو مشرانو سره مشوره کوي چې د شمالي کوریا دغه پارونکي عمل ته «سخت عواقب» په نظر کې ونیول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې په ژینیو کې یې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سره د سوریې په اړه خبرې کولې، هم د شمالي کوریا د ازموینې په اړه یې اندیښنه وښودله.

«ښکاره ده چې په ځانګړې توګه جاپان او جنوبي کوریا، د دې لپاره چې [د شمالي کوریا] په ګاونډ کې دي، تشویش لري. خو موږ غواړو چې [دا پيښه] وڅیړو چې دقیقا څه شوي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل چې «زه به د جاپان د بهرنیو چارو د وزیر [فومیو] کېشېدا سره نن خبرې وکړم. . . . موږ دیر تشویش لرو او باید چې د امنیت د شورا ټولې فیصلې عملي شي او [شمالي کوریا] ته سخت پیغام واستول شي.»

چین چې د شمالي کوریا ملاتړ یې کوی هم دغه اټومي آزموینه غندلې ده. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي دي چې چین په کلکه د شمالي کوریا نه غواړي چې «د اټومې بې وسلې کیدو ژمنې دې پوره کړي.» جاپان هم دغه ازموینه غندلې ده.

د سپټمبر نهمه نیټه د شمالي کوریا د جوړیدو ۶۸ کلیزه ده او دغه ورځ په شمالي کوریا کې رخصتي ده. پینګیانګ معمولا په دغه ورځ د اټومي وسلو او راکټونو د ازمویښتونه کوي.

د چارو کارپوهان وايي چې د ازموینې له امله رامنځ ته شوې چاودنه دومره قوي نه وه چې دا فکر وشي چې د هایدروجني بم ازموینه دې وي.

خو جنوبي کوریا ویلي دي چې دغه چاودنه د شمالي کوریا د هغې چاودنې په پرتله چې د جنوري په میاشت کې یې کړې نږدې دوه چنده وه او د جاپان په هیروشیما د اټومي چاودنې نه یو څه وړه چاودنه وه.

XS
SM
MD
LG