د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د تروریزم د ګواښونو په اړه ملت ته وینا کوي


ولسمشر به د کلیفرونیا د برید د تحقیقاتو په اړه تازه جزییات ورکړي.
ولسمشر به د کلیفرونیا د برید د تحقیقاتو په اړه تازه جزییات ورکړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما به د واشنګټن په ځايي وخت د یکشنبې په ماښام د امریکا ملت ته وینا وکړي.

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ وویل چې اوباما به د امریکایانو خونديتوب لپاره په هغو اقداماتو خبرې وکړي چې د امریکا حکومت به یې عملي کړي.

ولسمشر اوباما به په کلیفرونیا کې د چهارشنبې په ورځ د هغه برید په اړه تازه معلومات ورکړي چې ۱۴ کسان پکښې ووژل شول.

دغه برید د اسلامي دولت د ډلې د دوو طرفدارانو لخوا وشو. ولسمشر به په دې هم خبرې وکړي چې امریکا به څنګه تروریزم ته ماته ورکړي.

پرون ولسمشر اوباما په خپلې اونیزې راډیويي وینا کې وویل چې امریکا به د خپلو ارزښتونو، چې هغه یوه آزاده او دیموکراته ټولنه ده، وساتي او و به نه ډاریږي.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې یا ایف بي ای مشر جیمز کومي پرون د کلیفرونیا د برید په اړه معلومات ورکړ.

ښاغلي کومي وویل چې اداره یې دغه پيښه د یوې تروریستي پيښې په توګه څیړي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې داسې نښې نښانې نه شته چې وښيي چې بریدکوونکي دې د یوې لویې او منظمې تروریستي ډلې غړي وو.

اوباما د شنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر فرانسوا هولانډ سره هم په ټلیفون خبرې وکړي.

اوباما د هولانډ د خواخوږي پيغام ومانه او هغه ته یې د کلیفرونیا د برید په تړاو د تحقیقاتو په اړه معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG