ولسمشر باراک اوباما وايي چې د نړۍ د چاپیریال بدلون د امریکا د ملي امنیت لپاره سمدستي خطر پيښوي، دا ځکه چې د طبیعي ناورینو او بشري بحرانونو د زیاتیدو امکانات یې منځ ته راوړي دي.
ولسمشر اوباما د کنکټیکټ د ایالت په نیو لندن کې امریکا د سمندري سواحلو د ساتونکو د اکاډمۍ نوو فارغ التحصیلانو ته وینا وکړه.
ښاغلي اوباما وویل چې د اقلیم بدلون به په اردو باندې هم تاثیرات ولري چې څنګه به د متحده ایالاتو دفاع کوي. هغه زیاته کړه چې نړۍ ته په کار ده چې په بېړنۍ توګه اقدامات وکړي او د تودوخې د درجې د لوړیدو مخه ونیسي.
د امریکا ولسمشر وویل چې د اقلیم بدلون او په خاصه توګه د سمندرونو د اوبو د سطحې جگیدل د امریکا کورني امنیت، اقتصادي زیربناوو او د امریکا د خلکو روغتیا ته گواښونه پیدا کوي.
ولسمشر وویل چې «د اقلیم بدلون زموږ د قواو چمتووالي ته یو گواښ دی. زموږ زیاتره نظامي تاسیسات د سمندرونو په غاړو کې دي چې البته زموږ د ساحلي ساتونکو سټېشنونه هم په کې شامل دي.»
ولسمشر اوباما څرګنده کړه چې د ویریجینیا د نورفوک په شاووخوا کې د سمندر لوړو ځپو او سختو توپانونو د امریکا د سمندري او هوايي قواوو اډې تهدیدوي.
ښاغلي اوباما په خپلې وینا کې دا هم وویل چې «په لویدیځو سیمو کې وچکالیو او د ځنگلونو اورونو زموږ د عسکرو د روزلو مرکزونه د گواښونو سره مخامخ کړي دي.»
په واشنګټن کې د کانګرس یو جمهوري غوښتونکي غړي، جان باراسو د ولسمشر اوباما په څرګندونو، چې د چاپیریال بدلون د ملي امنیت لپاره ګواښ دی، ملنډې ووهلې.
ښاغلي باراسو وویل «امریکایان په دې پوهیږي چې ډیر نور عاجل ګواښونه شته چې زموږ هیواد ورسره مخامخ دی. په عراق کې د رمادي د ښار سقوط. . . .»
د کانګرس دغه جمهوري غوښتونکي غړي زیاته کړه چې «د حقیقي ګواښونو واضح مثالونه شته چې ولسمشر اوباما یې باید غم وخوري.»
د امریکا د دفاع وزارت د ۷۰۰۰ نه ډیرو پوځي اډو ته د اقلیم د بدلون د تاثیراتو په اړه څیړنه کوي.
ولسمشر اوباما د یو شمیر نورو تغیراتو په اړه هم خبرې وکړي چې امریکا یې د دې لپاره راوړي چې په چاپيریال بوج کم شي. د بیلګې په توګه د باد او لمر د انرژۍ نه استفاده او د داسې موټرانو جوړول چې تیل کم مصروفوي.