د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د داعش د ماتولو لپاره وخت غواړي


ولسمشر اوباما د داعش او تشدد نه ډک افراطیت خلاف د مبارزې لپاره راغوښتل شوي غونډې ته خبرې وکړي
ولسمشر اوباما د داعش او تشدد نه ډک افراطیت خلاف د مبارزې لپاره راغوښتل شوي غونډې ته خبرې وکړي

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما وايي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش خلاف جګړه آسانه نه ده او د دغې ډلې ماتول «وخت ته ضرورت لري.»

هغه د نړۍ د مشرانو نه وغوښتل چې د افراطیت اصلي عواملو د له مینځه وړلو لپاره دې کار وکړي.

جمهوررئیس اوباما دغه خبره په هغه غونډې کې وکړه چې د داعش او د تشدد نه ډک افراطیت سره د مبارزې لپاره د ملګروملتونو په مقر کې جوړه شوې وه.

جمهوررئیس اوباما د نړۍ د مشرانو نه وغوښتل چې د داعش د ماتولو لپاره دې ثابت ګامونه واخلي.

ښاغلي اوباما د سه شنبې په ورځ ملگرو ملتونو ته ورغلی و چې د داعش په خلاف د مبارزې د پرمختگ رپوټ وروړاندي کړي او دا پیغام ورورسوي چې دا جگړه به لنډه او آسانه نه وي.

د غونډې په جریان کې، اوباما وویل چې څه د پاسه ١٠٠ ملکونو او سازمانونو د دغې تندلاري ډلي د له منځه وړلو ماموریت ته مثبت جواب ویلی دي.

اوباما وویل:« ما دا په تکرار ویلي دي چې زموږ هلي ځلي به وخت وغواړي. دا یو آسانه کار نه دی...» هغه وویل چې « داعش په هغو سیمو کې ریښې ځغلولي دی چې امنیت موجود نه وي او د سړیو په استخدامولو کې د ټولنیزو رسنیو نه استفاده کوي.»

ولسمشر اوباما دا هم وویل چې امریکا لیواله ده چې د ایران او روسیې سره ګډ کار وکړي تر څو چې په سوریې کې سیاسي انتقال ته لاره هواره شي او د داعش د ډلې ماته یقیني شي.

اوباما د خپلو خبرو په پای کې د غونډې د ګډونکوونکو څخه وغوښتل چې د اسلامي ټولنو سره دې «واقعي شراکت» وکړي، داسې چې په همکارۍ او اعتبار باندې ولاړ وي تر څو چې د خلګو د افراطي کیدو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG