د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ډرون د الوتکو د استعمال د پالیسۍ سند خپور کړ


امریکا وايي چې د تروریزم خلاف جګړې کې د ډرون استعمال ډیر اهمیت لري.
امریکا وايي چې د تروریزم خلاف جګړې کې د ډرون استعمال ډیر اهمیت لري.

سپينې ماڼۍ د امریکا دباندې د تروریستانو په ضد د ډرون د الوتکو د استعمال په اړه د پالیسۍ سند خپور کړی دی.

په دغه سند کې، چې درې کاله کیږي عملي کیږي، د ملکیانو د وژل کیدو او د اشتباهي بریدونو د مخنوي لارښوونې شاملې دي.

خو په عین وخت کې، په سند کې دا هم راغلي دي چې امریکا باید دا وړتیا وساتي چې په چټکۍ سره د ډرون او یا د نورو طریقو څخه د تروریستانو په خلاف استفاده وکړي.

دغه سند چې د «جمهور ریاست د پالسۍ د لارښود» په نامه یادیږي او په ۱۸ پاڼو کې خپور شوی دی.

په سند کې راغلي دي چې امریکا د جګړې د ډګر دباندې یوازې په هغه صورت کې په مستقیمه توګه اقدام کولای شي چې «ښه ثابت» شي چې تروریستان موجود دي او په برید کې د ملکیانو د وژلو او یا ژوبل کیدو احتمال نه وي.

لارښود دا هم وايي چې دغسې وژونکې قوه به د قانوني هدف په خلاف هغه مهال استمعالیږي چې امریکایانو ته «دوامداره او قریب الوقوع ګواښ» موجود وي.

نیډ پرایس، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، په یوه بیان کې د شنبې په ورځ وویل چې د پالیسۍ دغه معیارونه «ملیکانو ته د جګړو د قوانینو د غوښتونو څخه هم زیات تحفظورکوي.»

شپږ میاشتې مخکې، د امریکا یوې فدرالي محکمې د امریکا حکومت ته امر کړی و چې د پالیسۍ دغه سند خپور کړي.

د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې عریضه کړې وه چې دغه لارښود باید چې د معلوماتو ته د لاسرسۍ د قانون په مطابق خپور شي او اوس چې دغه لارښود خپور شویدی نو دغه اتحادیې یې هرکلی کړی دی.

خو د دغه اتحادیې د حقوقي رئیس معاون جمیل جعفر ویلي دي چې سوال اوس دا دی چې آیا دغه لارښود عملي کیږي او که نه.

د امریکا حکومت ویلي و چې په پاکستان، افغانستان او یمن کې بې پيلوټه الوتکې د سختدریو وسله والو ډلو په خلاف جګړه کې ډیر مهم دي.

د ډرون په ځینې بریدونو کې ملکیان هم وژل شوي دي چې د ځاي خلګو قهر یې راپارولی دی.

هغه راپور چې د سي اي اې د رئیس جیمز کلپر لخوا خپرو شوی دی وايي چې د ۲۰۰۹ کال د جنوري نه بیا د ۲۰۱۵ کال تر ډسمبره پورې امریکا د تروریزم خلاف ۴۷۳ بریدونه کړي دي، چې پکښې د بې پيلوټه الوتکو بریدونه هم شامل دي.

د دغه رپوټ په اساس په دغو بریدونو کې د ۲۳۷۲ نه نیولې بیا تر ۲۵۸۱ وسله وال وژل شوي دي.

یوه میاشت مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و چې د جنوري د میاشتې راهیسې د ډرون د الوتکو او په نورو بریدونو کې د ۶۴ نه نیولي بیا تر ۱۱۶ ملکیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG