د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او د سعودي ولیعهد د منځني ختیځ په اړه خبرې وکړي


ولسمشر اوباما د سعودي د ولیعهد محمد بن نایف سره
ولسمشر اوباما د سعودي د ولیعهد محمد بن نایف سره

ولسمشر اوباما د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن نایف او د هغه مرستیال محمد بن سلمان هرکلی وکړ.

د امریکا ولسمشر وویل چې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ «فوق العاده دوستي» موجوده ده چې د امریکا د پخواني ولسمشر فرنکلن روزویلټ وختونو ته، یانې شاووخوا اویا کلنو ته رسیږي.

د امریکا ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د سعودي د ولیعهد او د هغه د مرستیال سره یې د یمن د وضعیت په اړه خبرې کړي او په دې یې هم خبرې کړي چې څنګه په یمن کې اوبند ټینګ شي.

ولسمشر اوباما وویل چې عربستان په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو خلاف په جګړې کې ډیر مهم نقش لري. هغه وویل چې د سعودي د ولیعهد سره یې د تروریزم خلاف د جګړې په اړه خبرې نه یوازې په سیمې کې د ثبات لپاره بلکه د امریکا د خلګو د خوندیتوب لپاره مهمې وي.

د سعودي ولیعهد ولسمشر اوباما ته د سعودي د پاچا پیغام ورساوه. هغه وویل چې د سعودي پاچا «د دواړو هیوادونو ترمنځ تاریخي ستراتیژیکو اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي.»

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن نایف ولسمشر اوباما ته وویل: «موږ هیله من یو چې ستاسو سره به د ستونزو د هوارولو او په سیمې کې د کرارۍ او ثبات د راوستلو لپاره ستاسو سره کار وکړو.»

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د خلیج هیوادونه د امریکا نه تمه لري چې په خپلو ژمنو ودریږي او د منځني ختیځ شرایطو ته په کتو سره د دوی ملاتړ وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا د خلیج د هیوادونود همکارۍ د شورا سره امنیتي همکارۍ ته ډیر اهمیت ورکوي.

تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ به د خلیج د هیوادونو د همکارۍ د شورا د غړو هیوادونو مشران د امریکا د میريلنډ په کمپ ډیویډ کې سره وګوري.

که څه هم مخکې، د سعودي عربستان پاچا ویلي وو چې په غونډې کې برخه واخلي، خو د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د پاچا سلمان په ځای به د هغه ولیعهد او د ولیعهد مرستیال په غونډه کې ګډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په کمپ دیویډ کې به د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې وشي، چې پکښې به په سوریې او یمن کې د جګړو او د خلیج د هیوادونو د اندیښنو چې د ایران په اړه یې لري خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG