جمهوررئیس اوباما به د خپل جمهوري ریاست په دوران کې د لومړي ځل لپاره یو جومات ته ولاړ شي.
سپينې ماڼۍ د شنبې په ورځ وویل چې جمهور رئیس به په بالتیمور کې د اسلامي ټولنې مرکز ته ولاړ شي.
سپینې ماڼې ویلي دي چې اوباما به هلته د امریکا ملت ته د مسلمانانو خدمت ولمانځي او اطمینان به ورکړي چې مذهبي آزادي د امریکایانو لپاره مهمه ده.
په پام کې ده چې اوباما به د اسلامي ټولنې د غړو سره وګوري. سپينې ماڼې ویلي دي چې د ملاقات وروسته به اوباما وینا وکړي.
په وینا کې به اوباما ووایي چې «دا مهمه ده چې موږ خپلو اصلي ارزښتونو ته رښتني وشو: [یانې] خپلو وطندارو امریکایانو ته ښه راغلاست ووایو چې د تعصب په خلاف آواز اوچتوي، بې تفاوتي ردوي او د امریکا د مذهبي ازادۍ د دود نه محافظت کوي.»
د پاریس او د کلیفرونیا د سن برناردنیو بریدونه افراطي مسلمانانو کړي وو او د دغو خونړیو بریدونو وروسته اوباما په مسلمانانو غږ وکړ چې د افراطیت په ضد په جګړې کې دې مرسته وکړي.
بل پلو ته، جمهور رئیس اوباما د امریکایانو نه هم غوښتي دي چې د مسلمانانو په خلاف د سیاستمدارانو څرګندوني رد کړي، په تیره بیا د جمهوري غوښتونکو د احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ څرکندونې چې د مسلمانانو په اړه یې کړي وي.
ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې امریکا ته دې د مسلمانانو په راتګ بندیز ولګول شي.
ټرمپ دغه خبره د کلیفرونیا د سن برناردینو په سیمې کې د دیسمبر په میاشتې کې د برید نه وروسته وکړه.
په کلیفرونیا کې برید دوو کسانو، ښځې او میړه، وکړ او ۱۴ کسان يې ووژل.