د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پلان لري په دیني مدرسو کې اصلاحات راولي


د پاکستان صدراعظم وايي چې په دیني مدرسو کې یې د اصلاحاتو لپاره د دیني عالمانو سره غونډه کړې ده

د پاکستان صدراعظم وايي چې په دیني مدرسو کې یې د اصلاحاتو لپاره د دیني عالمانو سره غونډه کړې ده

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د پاکستان د لویو دیني عالمانو سره د دوشنبې په ورځ کتلي دي او د دیني مدرسو په تعلیمي نصاب، د مدرسو په ثبتولو او تمویل کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه سلا مشورې کړې دي.

په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو راوستل د پاکستان د ملي اقداماتو د پلان یوه برخه ده چې غواړي د تندلارو د اعمالو مخه ونیسي.

د پاکستان د ملي اقداماتو پلان په پیښور کې د ٢٠١۴م کال د ډیسمبر د ١٦مې د برید نه وروسته جوړ شو چې پکښې د پيښور په یوه ښوونځي کې قتل عام وشو.

په هغه خبرپاڼې کې چې د غونډې وروسته د صدراعظم نواز شریف د دفتر له خوا خپره شوې ویل شوي دي چې صدراعظم په دې اړه خپل عزم او اراده څرگنده کړې چې د پاکستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره به د ملي اقداماتو پلان تطبیق کړي.

مگر، ژورنالیست امتیازگل د امریکا غږ ډیوې رادیو ته وویل چې د دیني مدرسو د تعلیمي نصاب بدلول اصلي ستونزه ده او تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه اقدامات نه دې کړي.

« حکومت خو وعده کړې ده چې د دیني مدرسو تعلیمي نصاب به تعدیل کړي او د ثبتولو په چارو کې به یې هم بدلون راولي، مگر تر اوسه یې کومه خاصه نتیجه نه ده ورکړې.»

د ډیر شمیر کارپوهانو په قول د مدرسو نصاب د بیلابیلو فرقو او یا مذاهبو په خلاف تشدد تشویقوي. خو، ملایان یې نه مني.

صدراعظم نواز شریف وویل چې عالمانو ورته ویلي دي چې بې له قید او شرط نه به د ملي اقداماتو د پلان ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG