د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او روسیې اړیکې د بدلون په حال کې دي


د پاکستان لوی درستیز د روسیې د فدراسیون د ډوما یا ولسې جرګې د رئیس سره وکتل
د پاکستان لوی درستیز د روسیې د فدراسیون د ډوما یا ولسې جرګې د رئیس سره وکتل

د پاکستان د پوځ لوی درستیز راحیل شریف روانه اونۍ د درېیو ورځو لپاره مسکو ته ولاړ او هلته یې د روسیې د ملکي او نظامي مشرانو سره وکتل.

په پلان کې ده چې په راتلونکو څو اونیو کې به د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم مسکو ته ولاړ شي او د څواړخیزو همکاریو په یو کنفرانس کې به ګډون وکړي.

روسیه او پاکستان چې د سړې جګړې په مهال د یو بل په مقابل کې ولاړ و، اوس یې تر بل هر وخت اړیکې ښې شوې دي.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار طارق فاطمي وویل چې «د پخوا په پرتله، په تیرو دوو کلنو کې دواړو هیوادونو یو بل ته د لوړې کچې سفرونه کړيدي.»

دواړو هیوادونو د دې اعلان کړی دی چې په پلان کې لري چې په لومړي ځل ګډ پوځي تمرینات وکړي.

تیر کال، روسیې په پاکستان باندې د وسلو بندیز، چې د ډیر وخت راهیسې یې ورباندې لګولی و، لیرې کړ. روسیې دا کار د دې لپاره وکړ چې په پاکستان دفاعي تجهیزات خرڅ کړي.

ناندان اونيکرشنا په مسکو کې د څو کلنو لپاره د پرس ټرست اف انډیا د خبرې آژانس د بیرو رئیس و،

هغه وویل چې «زه شخصا دا فکر کوم چې د روسیې او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کیدل د روسیې د تشویشونو نتیجه ده چې د افغانستان په اړه یې لري. او، هغه دا چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سره به په افغانستان کې څه پيښ شي.»

که چیري افغانستان بې ثباته شي، جګړې او اسلامي افراطیت به د افغانستان څخه شمال لورې ته خپاره شي، د منځني آسیا په سیمې کې خطر پیدا کړي چې روسیه یې د خپل نفوذ ساحه ګڼي.

په روسیې کې هم ښه ډیر مسلمانان شته، او روسیه په دې پوهیږي چې که چیري په ګاونډي هیوادونو کې یې افراطیت خپور شي، نو دا به روسیې ته هم ورواوړي.

د روسیې دا هڅه چې غواړي د پاکستان سره خپل روابط له سره تعریف کړي، کیدای شي چې د هند د خوابدتیا سبب شي. هند د روسیې پخوانی ملګری هیواد دی او په دفاعي برخې کې د روسیې تر ټولو لوی مشتري یا ګیراک دی.

روسیه دغه خبره داسې توجهه کوي چې په تیرو څو کلنو کې هند د امریکا څخه وسلې رانیولي او اوس امریکا هند ته د وسلو تر ټولو لوی صادرونکی هیواد دی.

XS
SM
MD
LG