د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: د افغان ځواکونو قابلیت ورځ تر بلې لوړیږي


د امریکا د دفاع وزارت وايي د مي د میاشتې تر پایه افغان ځواکونو په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي د مي د میاشتې تر پایه افغان ځواکونو په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی.

د امریکا د دفاع د وزارت نوی رپوټ وايي چې که څه هم په افغانستان کې امنیتي ګواښونه شته خو د افغان ځواکونو قابلیتونه ورځ تربلې ډیریږي او په جګړو کې حرفوي عمل کوي.

«د افغانستان د امنیت او د ثبات د ټینګولو په اړه رپوټ» چې د امریکا د دفاع وزارت لیکلی دی د دوشنبې په ورځ ناوخته کانګرس ته وسپارل شو.

دغه رپوټ د ۲۰۱۴ کال د دسمبر د میاشت د لومړۍ نیټې نه نیولې بیا د ۲۰۱۵ کال د مي د میاشت تر ۳۱ نیټې پورې د افغانستان په امنیت او ثبات بحث کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان د قواوو د وسله والو مخالفینو ګواښونو ادامه پيدا کړې ده.

خو رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې افغان امنیتي ځواکونو په جګړو کې تغیرمنونکي دي او په حرفوي توګه عمل کوي. دغه رپوټ زیاتوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو قابلیتونه ورځ تر بلې ښه کیږي.

د امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې ویلي دي چې د مي د میاشت تر پایه، افغان ځواکونو په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په دغو برخو کې چې افغان ځواکونو پرمختګ کړی دی د هوا له لارې د حمل او نقل، د جګړې د ساحې څخه د مړو او ټپیانو انتقال، د استخباراتو د نوو میتودونو کارونه، د څار او کشف فعالیتونه شامل دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د ملي یووالي حکومت د داخلي او خارجي ګواښونو سره مخ دی.

د امریکا د دفاع د وزارت په دغه رپوټ کې ویل شوي دي چې د ملي یووالي د حکومت د دفاع د وزیر د نومولو ځنډ «د افغان امنیتي وزارتونو او د دغو وزارتونو د قواوو د موثرې قوماندې او کنټرول په توان باندې منفي تاثیر درلودلی دی.»

په رپوټ کې راغلي دي چې د ولسمشر غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ به د مسولیتونو د ویش پر سر ستونزې ادامه ورلري خو د دغو ستونزو سره سره د نړیوال ایتلاف او افغان حکومت، د افغانستان د حکومت امنیتي وزارتونه او د افغانستان امنیتي ځواکونو، ترمنځ بنیادي ملګرتیا غښتلې ده.

«د افغانستان د امنیت او د ثبات د ټینګولو په اړه رپوټ» کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو خبره هم شوې ده. په رپوټ کې ویل شوي دي چې په پوځي عملیاتو کې په ځینو ځایونو کې د افغان ځواکونو لاس ته راوړنې ښه او په ځینو نورو مواردو کې ښه نه وي.

رپوټ ویلي دي چې «د افغانستان امنیتي ځواکونو په یو شمیر تعرضي عملیاتو لاس پورې کړ تر څو په هلمند، غزني او زابل کې د یاغیانو سیمو ته جګړه وغځوي. خو، دوی ته سخته وه چې په چټکۍ سره په کنړ او کندز کې د یاغیانو تعرضي فعالیتونو ته عکس العمل وښيي.»

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو انعطاف منونکي دي خو دغه وزارت دا هم ویلي دي چې دغو ځواکونو ته په جګړو کې ډیر تلفات ورکوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت اطمینان لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه قابلیت، ظرفیت او مورال لري چې د افغانانو په مشرۍ د پخلاینې لپاره شرایط برابر کړي.

د پاکستان او افغانستان د مناسباتو په اړه ویل شوي دي چې د ولسمشر غني او پاکستاني مشرانو ترمنځ خبرې د سیمې د امنتی لپاره هیلې پيدا کړې دي. رپوټ ویلي دي «د دغه رپوټ په موده کې، افغانستان او پاکستان د ګډو امنیتي ګټو په اړه همکاري پیل کړې ده.»

د دسمبر د میاشتې په ۳۱ نیټه، په افغانستان کې د ناټو د آیساف ماموریت پای ته ورسید او پر ځای د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت پیل شو.

د ناټو د نوي ماموریت په اساس، نړیوال ځواکونه په افغانستان کې محاربوي رول نه لري او یوازې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او د دغو ځواکونو سره د مرستې وظیفه یې په غاړه ده.

XS
SM
MD
LG