د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په سوریې کې د توغندیو بریدونه کړي دي


د چهارشنبې په ورځ روسیې د خپلو جنګي الوتکو څخه په سوریې کې د داعش خلاف کروز میزایل استعمال کړل.
د چهارشنبې په ورځ روسیې د خپلو جنګي الوتکو څخه په سوریې کې د داعش خلاف کروز میزایل استعمال کړل.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شوايګو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین ته وویل چې د روسیې جنګي بیړیو ۲۶ کروز توغندي د داعش په ۱۱ مرکزونو باندې ویشتلي دي. هغه زیاته کړې ده چې د توغندیو په دغه بریدونو کې مرکزونه تباه شوي او کوم ملکیانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

یو امریکايي چارواکي امریکا غږ ته ویلي دی چې نه خو روسیې او نه هم عراق امریکا ته د عراق د پاسه د روسیې لخوا د کروز د میزایلو د توغولو په اړه څه ویلي و.

روسیې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کسپین په سمندرګي کې یې د څلورو کښتیو څخه په سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف راکټونه وار کړي دي.

دغه راکټونه چې په سوریې کې لګیدلي دي باید چې د عراق د پاسه تیر شوي وي. د عراق د پاسه د امریکا او ملګرو هیوادونو جنګي الوتکي پروازونه کوي او د اسلامي دولت د ډلې په خلاف بریدونه کوي.

دغه چارواکي د امریکاغږ سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه دقیقا هغه اعمال دي چې په نتیجه کې یې غلط فهمي راپیدا کیدای شي. خو دغه چارواکی بیا د روسیې د دغه اقدام په اړه وارخطا نه معلومیدی. هغه وویل چې «دغه یوه لویه ساحه ده.»

د منځلارې یاغیانو خلاف بریدونه

په بریتانیا کې دیره د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله وايي چې د چهارشنبې د ورځې هوايي بریدونه چې د حما او ادلب په ولایتونو کې شوي دي. دغه ډله وايي چې په په عین وخت کې په همدې سیمې کې د سوریې ځواکونو د ځمکې نه ځمکې ته توغندي وار کړي دي.

د سوریې د یاغیانو یوه ډله چې د امریکا لخوا روزل شوې ده رویټرز خبرې آژانس ته ویلي دي چې په حلب کې د روسیې هوايي بریدونو د دغه ډلې یوه مهم وسله کوټ او د روزنې یو کمپ له منځه وړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر آش کارټر په روم کې خبریالانو ته وویل چې امریکا په دې موافقه نه ده کړې چې د روسیې سره د داعش په خلاف جګړې کې همکاري وکړي.

کارټر وویل چې په سوریې کې د روسیې هوايي بریدونه اوس هم «داسې اهداف په نښه کوي چې د داعش سره ارتباط نه لري.» هغه وویل چې د روسیې دغه ستراتیژي به کار و نه کړي.

XS
SM
MD
LG