د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: روسیه دې په سوریه کې بشري مرستې ورسوي


ملګري ملتونه هڅه کوي چې د سوریې هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې محاصره دي.
ملګري ملتونه هڅه کوي چې د سوریې هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې محاصره دي.

امریکا په روسیې فشار زیات کړی چې د خپل نفوذ نه دې کار واخلي او د سوریې هغو سیمو ته دې د غذايي موادو په رسولو کې مرسته وکړي چې محاصره دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا د روسیې نه غوښتي چې هغو سیمو ته چې د بشارالاسد د قواوو لخوا په محاصره کې دي د خپلو پوځي الوتکو له لارې بشري مرستې ورسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل چې روسیه په سوریه کې امکانات لري او «واضح ده چې د سوریې د پروازونو لپاره د سوریې د حکومت اجازه لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې نه ډډه کړې چې ووايي د روسیې نه یې څنګه او کله دا غوښتنه کړې او سمدستې داسې معلومات هم نه شته چې آیا روسیه به د امریکا دغه غوښتنه ومني او که نه.

تیره میاشت، د اتریش په مرکز ویانا کې، د سوریې د ملاتړ نړیوال ګروپ اعلان کړی و چې د ملګروملتونو د خوړو د نړیوالې ادارې نه به وغواړي چې د هوا له لارې محاصره شوو سیمو ته غذايي مواد ورسوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل چې روسیې، چې د دغه نړیوال ګروپ غړی هیواد دی، اقدامات نه دې کړي چې د دغه پلان ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې د سوریې هغه سیمو ته چې محاصره دي، د هوا له لارې د غذايي موادو د غورځولو په یو پروګرام کار کوي، خو د دغه پروګرام د عملي کیدو لپاره د سوریې د حکومت موافقه ته ضرورت شته.

پرون د ملګروملتونو یوه ویاند وویل چې د سوریې حکومت د ځمکې له لارې درېیو محاصره شوو ښارګوټو ته د غذايي موادو د کاروانونو د استولو اجازه ورکړې.

هغه ویلي دي چې د سوریې حکومت د ۱۷ سیمې نه چې محاصره دي ۱۵ ته یې د غذايي موادو د رسولو اجازه ورکړې ده.

خو بیا هم په سوریې کې داسې سیمې شته چې محاصره دي او دغو سیمو ته د غذايي موادو د کاروانونو د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG