د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د سوریې د حلب په اړه د ملګروملتونو پریکړه ویټو کړه


د امنیت په شورا کې په سوریې کې د بمباریو د بندیدو په تړاو پریکړه لیک روسيې ویټو کړ.
د امنیت په شورا کې په سوریې کې د بمباریو د بندیدو په تړاو پریکړه لیک روسيې ویټو کړ.

روسیې د امنیت د شورا هغه پریکړه ویټو کړه چې د سوریې د حلب په ښار کې د بمباریو د بندولو غوښتنه پکښې شوې وه.

دا په تیرو پنځو کلنو کې پنځم ځل دی چې روسیه په سوریې کې د جګړې د ختمولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت د شورا پریکړه ویټو کوي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایغو وویل چې د سوریې «رژیم او د رژیم طرفداران ادعا کوي چې دوی د تروریزم خلاف مبارزه کوي.»

ژان مارک ایغو زیاته کړه چې «دا بلکل غلطه خبره ده او زه یې په سختو ټکو غندم. بشارالاسد د تروریزم سره مقابله نه کوي؛ هغه د تروریزم سبب ګرځي.»

د پریکړه لیک مسوده فرانسې او هسپانیې برابره کړې وه او ۵۰ هیوادونو یې ملاتړ کړی و.

روسیې پریکړه لیک ویټو کړ او چین ممتنع رایه ورکړه.

په عین وخت کې روسیې هم د امنیت شورا ته یو پریکړه لیک سپارلی و چې پکښې غوښتنه شوې وه چې جګړه دې سمدستې بنده شي خو د دې غوښتنه پکښې نه وه شوې چې روسیه به په سوریه کې خپل هوايي بریدونه بندوي.

دغه پریکړه لیک یوازې د امنیت د شورا د څلورو هیوادونو ملاتړ درلود او دغه پریکړه لیک د امنیت د شورا لخوا و نه منل شو.

امریکا او اروپايي اتحاد هڅه کوي چې روسیه په سوریه کې د خپلو اقداماتو پخاطر منزوي کړي.

دوی دا خبره هم کړې ده چې کیدای شي چې د روسیې په اړه په سوریې کې د بمباریو پخاطر د جنګي جنایاتو په چوکاټ کې تحقیقات وشي.

XS
SM
MD
LG