د لاس رسي وړ اتصالات

د سلما بند او د هرات په اقتصاد یې اغیزې


د سلما د بند په جوړلو باندې هند ۲۹۰ میلیون ډالره لګولي دي.
د سلما د بند په جوړلو باندې هند ۲۹۰ میلیون ډالره لګولي دي.

تمه ده چې د سلما بند به د هرات د ولایت په اقتصادي‌ ودې کې مثبت رول ولوبوي. بند به د کرهنې لپاره اوبه ذخیره کړي او بریښنا به هم تولید کړي.‌

دغه بند د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو کنجایش لري او د ۴۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

د افغانستان جمهوررئیس اشرف غني او د هند صدراعظم نریندرا مودي به دغه بند د شنبې په ورځ پرانیزي.‌

بند چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳.۷ کیلومتره عرض لري، د هرات د چشت په ولسوالۍ کې موقعیت لري. دغه ولسوالۍ د هرات د ښار په ختیځ کې ۱۷۰ کیلومتره فاصله لري.

هند په دغه بند ۲۹۰ میلیون ډالره لګولي‌ دي او د بند د ادارې لپاره یې افغانان روزلي‌ دي.

د هند سفیر مینپریت وورا څو ورځې مخکې په هرات کې وویل چې ډاډه دی چې په هند کې روزل شوي افغان انجنیران به د سلما بند اداره کړي.

د هند سفیر وویل چې «د دغه بند لپاره په هند کې ۱۰ کسان په بیلابیلو برخو کې روزل شوي دي. زه په اطمینان سره دا ویلای شم چې د افغانستان د دولت دغه تربیه شوي انجینران به د دې ظرفیت او توانايي ولري چې د هرات نه د هندي اتباعو د وتلو وروسته د سلما بند اداره کړي.»

د سلما د بند د جوړیدو تر څنګ، د بند نه نیولې بیا د هرات تر ښاره پورې ۱۷۰ کیلومتره اوږد سړک هم جوړ شوی دی چې د چشت ولسوالۍ د هرات سره لګوي.

سړک به په سیمې کې د پرتو ولسوالیو او کلیو اقتصاد ته ګټه ورسوي او د دغو سیمو د امنیت سره به مرسته وکړي.

کرهنه او اقتصاد

د هرات د ولایت چارواکو ویلي دي چې بند به د زراعت په برخې کې ډیره مرسته وکړي چې ورسره به په دغه ولایت کې د خلګو اقتصادي وضعیت هم ورسره ښه شي.

تمه ده چې د ۸۰ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.‌ اوسمهال په هرات کې ۴۰ زره هکتاره ځمکه کرل کیږي او د بند د اوبو نه د استفادې سره به د دې امکان برابر شي‌ چې دوه برابره ځمکه وکرل شي.‌

محمد رفیق شهیر د پوهنتون استاد او ولسي‌ جرګې پخوانی غړي امریکاغږ ته وویل چې اوس به د هرات بزګران په هغه فصلونو کې هم کر وکړي‌ چې اوبه پکښې لږ دي.

خو د ښاغلي‌ شهیر په وینا په هرات کې د شاړو ځمکو د آبادولو لپاره کانالونو ته ضرورت شته. دغه کار بیا بودیجې او کار ته اړتیا لري.‌

بل پلو ته، په افغانستان کې د اوبو په اړه د ملګروملتونو په رپوټ کې راغلي‌ دي‌ چې د افغانستان د اوبو د اداره کولو سیستمونه هم نوي‌ کیدل غواړي تر څو چې د اوبو نه پرځای استفاده وشي‌ او د ضایع کیدو مخه یې ونیول شي.‌

تمه ده چې بند به د زراعت په مکانیزه کیدو کې هم مرسته وکړي.‌ فرهاد خادمي د چشت ولسوال ویلي‌ دي چې « د سلما بند یوه عام المنفعه پروژه ده او په دې منظور به هغه ولسوالۍ چې د هرېرود په مسیر کې واقع دي د بند نه مستفید شي او دغه به د زراعت د مکانیزه کیدو سره مرسته وکړي.»

یو بل عمده مشکل دا دی چې افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره سردخانو او بازارونو ته ضرورت لري.

که څه هم د شهیر په وینا د چابهار د بندر پرانیستل او په هرات کې د بریښنا تولید به په دې برخې کې مرسته وکړی، خو بیا هم د افغانستان حکومت باید د هرات د زراعتي‌ محصولاتو ساتلو او انتقال ته توجه وکړي‌ او پلانونه ورته ولري. ‌

بريښنا او کار یې

هرات ۱۵ ولسوالۍ لري خو د اوس لپاره یوازې ځینې ولسوالۍ چې ترکمنستان نه د وارداتي بریښنا لاینونه ورنه تیریږي بریښنا لري.

محمد رفیق شهیر وايي‌ چې دا د هرات په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې به بریښنا تولید شي.‌

هغه وویل چې هیله ده چې د چشت،‌ اوبي،‌ کرخ او قسما د پښتون زرغون ولسوالۍ دې د بند د بریښنا نه مستفید شي.‌

شهیر زیاتوي‌ چې د سلما د بند د بریښنا څخه حتا د غور د ولایت ځینو سیمو ته هم بریښنا ورکول کیدای شي.‌

خو شهیر دا خبره هم کوي‌ چې د برق نه د استفادې لپاره باید کورونو ته د برق د رسولو لپاره شبکې جوړي‌ شي.‌ د اوس لپاره د سلما بریښنا د هرات ښار ته انتقالیږي‌ او د بریښنا د عمومي‌ لاین سره یوځای کیږي.‌

د امریکا غږ د خبریال خلیل نورزي‌ په رپوټ کې،‌ چې څو ورځې مخکې خپور شوی دی ویل شوي‌ دي چې د چشت د ولسوالۍ اوسیدونکو د حکومت نه غوښتي دي چې دوی ته دې بریښنا ورکړي.

ولسمشر غني‌ د جمعې په ورځ په هرات کې ژمنه وکړه چې حکومت به یې دغه کار وکړي.‌

د هند مرستې

که څه هم د سلما د بند د جوړولو کار په ۱۹۷۶ کال کې پیل شوي‌ و خو په دغه بند کار په افغانستان کې د د جګړو له امله وځنډید.‌

د سلما بند یو له هغو لویو پروژو نه ده چې هند د طالبانو د سقوط نه وروسته ورباندې کار پيل کړ.

که څه هم د دغه بند پروژه باید چې په ۲۰۱۰ کال کې بشپړه شوې وای خو د لوژستیکي‌ او امنیتي‌ مشکلاتو له امله یې کار وځنډید او شپږ کاله وروسته بشپړ شو.

هند یو له هغو هیوادونو نه دی چې د طالبانو د سقوط وروسته یې د افغانستان سره ډیره مرسته کړې ده. هند په افغانستان کې ځینې لویې زیربنايي پروژې تمویل او عملي‌ کړي‌ دي.

د افغانستان د پارلمان ودانۍ، د زرنج – دلارام سړک، د بریښنا یو شمیر سب سټیشنونه، د میوجاتو او سزیجاتو سردخانې او یو شمیر نورې پروژې د هند د مرستو مثالونه دي.

هند همداراز افغان محصلینو ته د بورسونو په ورکولو او د تحصیل د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د هند د سفارت د معلوماتو په اساس، هند د افغانستان سره په تیرو ۱۵ کلنو کې شاووخوا ۲ میلیارد ډالره مرسته کړې ده. په دغه سره هند په سیمې کې افغانستان سره لوی مرستندویه هیواد دی.

XS
SM
MD
LG