د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي په طالبانو د سولې شرایط نه شي منلی


د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې په یو کنفرانس کې خبرې وکړي.
د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې په یو کنفرانس کې خبرې وکړي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې پاکستان نه په طالبانو او نه هم د افغانستان په حکومت د سولې شرایط منلی شي.

ښاغلی عزیز وایي "په داسې حال کې چې پاکستان به په دې بهیر کې د مثبت رول لوبولو ته دوام ورکړي، دا مهمه ده چې څرگنده شي چې مونږ پر هیڅ یو اړخ باندې نه په افغان حکومت او نه هم په طالبانو باندې شرايط منلی شو. دا هغوی دي چې سره په داسې شرایطو او اساس موافقه وکړي چې خبرې بریالۍ شي."

د ښاغلي عزیز څرگندونو ته په کتو سره داسې نه معلومیږي چې په لنډه موده کې دې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې وشي او په افغانستان کې به دا پسرلی هم جګړه ادامه پیدا کړي.

خبرې د دې لپاره نه کیږي چې طالبانو د افغانستان د حکومت سره د مخامخ خبرو د کولو نه انکار کړی دی.

په آسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په دې باور دی چې د سولې په پروسې کې د پرمختګ د نه کیدو ملامتي د دواړو هیوادونو په غاړه ده.

د افغانستان سفیر دغه خبره پرون په اسلام آباد کې په هغه سمینار کې وکړه چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم پکښې ګډون کړی و.

حضرت عمر زاخیلوال په دغه کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې زیاتره خلګ په دې باور لري چې طالب قوماندانان د پاکستان څخه فعالیت کوي او د پاکستان امنیتي ادارې د هغوی د فعالیتونو نه خبر دي.

«زه فکر کوم چې د سولې په پروسې کې لوی خنډ د افغانستان او پاکستان اړیکې دي. دغه [خنډ] د بې اعتمادی فضا ده، چې موږ په یو بل باندې شک لرو. یو داسې فضا حاکمه ده چې موږ په عملي توګه د یو بل سره کار کولو ته نه پریږدي.»

څلوراړخیزه غونډه

افغان او پاکستاني چارواکي وايي چې د آپریل د میاشتې په پاي کې به یو ځل بیا څلور اړخیزه غونډه وشي.

په دغو غونډو کې د افغانستان او پاکستان نه علاوه امریکا او چین هم ګډون کوي او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د خبرواترو نظارت کوي.

د افغانستان چارواکي په دې ټینګار کوي چې پاکستان په څلوراړخیزه غونډو کې ژمنه کړې وه چې د طالبانو په مشرانو به فشار اچوي چې خبرو ته حاضر شي.

دوی ویلي دي چې پاکستان دا ژمنه هم کړې وه چې د هغو طالبانو په خلاف به اقدامات وکړي چې د پاکستان نه فعالیت کوي او د تشدد نه لاس نه اخلي.

سرتاج عزیز ټینګار کوي چې په ځلور اړخیزه خبرو کې په دې باندې موافقه شوې وه چې په ګډه به د هغو طالبانو سره د چلند په اړه فیصله کیږي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

«. . . موږ نه شو کولای چې د افغانستان په حکومت او یا هم په افغان طالبان سوله ومنو. دا په دوی پورې اړه لري چې روغه وکړي او په داسې اصولو موافقه وکړي چې په اساس یې مذاکرات کامیاب شي.»

د طالبانو حاضرول

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا هم د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې دا یوازې د پاکستان وظیفه نه ده چې طالبان خبرو ته اماده کړي.

خو د جمهوررئیس غني یو ویاند دوا خان مینه پال د پنجشنبې په ورځ د مشال راډیو سره په مرکې کې ویلي دي چې پاکستان خپله ژمنه نه ده پوره کړې چې هغه طالبان خبرو ته حاضر کړي چې په پاکستان کې دي.

د افغانستان چارواکو په دې وروستیو وختونو کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي اجنسۍ یا آی اس آییو ځل بیا تور لګولی دی چې د طالبانو مرسته کوي.

سرتاج عزیز بیا دغه تورونه د هغو خلکو کار بولي چې د هغه په قول غواړي د افغانستان د سولې پروسه د خنډ سره مخامخ شي.

« موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کړې دي، خو موږ، البته چې، په افغانستان کې د پاکستان په اړه د تبلیغاتو په هکله تشویش لرو.»

په کنفرانس کې سرتاج عزیز هم په دې نظر و چې د افغانستان او پاکستان ترمنخ د اعتماد رامنځ ته کول مهمه موضوع ده.

هغه وویل چې اسلام آباد تمه لري چې د کابل سره د مشکلاتو د حلولو لپاره همکاري ډیره شي.

زاخیلوال دا خبره هم زیاته کړه چې د پاکستاني ځواکونو عملیات په شمالي او جنوبي وزیرستان کې وسله والې ډلې په بشپړه توګه له منځه نه دې وړي.

«ډیر [وسله وال] افراد شا ته شوي دي، . . . دغه کسان بل اړخ ته [افغانستان ته] اوښتي دي.»

عزیز یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ په کرښې باندې د تګ او راتګ تنظیمولو ته ضرورت شته چې د هغه په قول د دې سره به مرسته وکړي چې د تروریستانو او نور جنایتکارانو، چې د دواړو هیوادونو امنیت او ثبات ته تاوان رسوي، مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG