د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي: د یوې تروریستي ډلې تر ۴۰۰ دیر کسان مو نیولي


د القدیح په کلي کې د شعیه ګانو په یو جومات باندې په برید کې ۲۱ کسان ووژل شول.
د القدیح په کلي کې د شعیه ګانو په یو جومات باندې په برید کې ۲۱ کسان ووژل شول.

سعودي عربستان وايي چې د یوې تروریستي ډلې ۴۰۰ غړي یې نیولي دي. چارواکو ویلي دي چې زیاتره نیول شوي کسان د سعودي اتباع دي او ګمان کیږي چې د داعش سره یې ارتباط درلود.

د سعودي د کورنیو چارو د وزارت د ویاند منصور الترکي وویل چې «په هغو تروریستي فعالیتونو کې چې دغې ډلې کړي دي، چې ما یې مخکې خبره وکړه، په الاحساء کې په الدعوه کې په عبادت کوونکو برید، او په القادع کې د امام علي په جومات او د دمام په ښار کې د امام علي بن الحسین باندې بریدونه شامل دي.»

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ژورنالستانو ته ځینې هغه شیان هم ښودلي دي چې د نیول شوو کسانو سره یې نیولي وو.

سعودي چارواکو ویلي دي چې د دغو کسانو نیول د هغو پراخو عملیاتو برخه ده چې په جوماتونو او حکومتي ادارو باندې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د بریدونو د رفع کولو لپاره ترسره کیږي.

بریتانیا او د داعش خلاف مبارزه

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کیمرون ویلي دي چې بریتانیا باید چې په سوریې کې د داعش په ماتولو کې لا ډیره ونډه واخلي.

هغه چې د یکشنبې په ورځ یې د ان بي سي د تلویزیوني چاینل په یوې خبرې خپرونې کې خبرې کولې وویل چې «موږ پوهیږو چې داعش باید مات کړو، موږ باید دغه خلافت مات کړو، که هغه په عراق کې وي او که په سوریې کې وي.»

د بریتانیا پوځ تیره اونۍ وویل چې قواوو یې، چې د نړیوال ایتلاف برخه جوړوي، په سوریې کې هوايي بریدونه کړي دي.

برتیانیا په سوریې کې هوايي ځواکونو ته استخباراتي معلومات او په هوا کې الوتکو ته تیل برابروي او په عراق کې د داعش خلاف بریدونه کوي.

داعش بغداد ته نږدې د جمعې د ورځې د برید مسولیت منلی دی. د موتر بم په دغه لوی برید کې ۱۳۰ کسان ووژل شول. چارواکي وايي چې په برید کې ۱۷۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG