د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په عراق کې سفارت پرانست


آرشیف: د عراق د بهرنیو چارو وزیر په یو خبرې کنفرانس کې خبرې کوي.
آرشیف: د عراق د بهرنیو چارو وزیر په یو خبرې کنفرانس کې خبرې کوي.

سعودي عربستان د ۲۵ کلنو وروسته په بغداد کې خپل سفارت بیرته پرانیست. د عراق د بهرنیو چارو وزیر ابراهیم الجعفري د سعودي د سفیر ثامر السبهان باور لیک ومانه.

عراقي چارواکو ویلي دی چې د پنجشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو دیپلوماتانو د خپلو روابطو د ښه کولو په اړه هم خبرې وکړي.

سعودي عربستان د عراق سره خپل دیپلوماتیکي اړیکې په کال ۱۹۹۰ کې قطع کړي. دا هغه وخت و چې صدام حسین په کویټ یرغل وکړ.

د عربستان لخوا په عراق کې د خپل سفارت پرانستل دا ښيي چې د بغداد او د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ روابط د ښه کیدو په حال کې دي.

د خلیج ځینې عربي هیوادونو د عراق په اړه چې حکومت یې د شیعه ګانو په لاس کې دی دا فکر کیدی چې ایران ته نږدې دی.

د خلیج د سیمې د عربي هیوادونو او عراق ترمنځ د هغه وخت راهیسې چې په عراق کې حیدر العبادي د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی روابط ښه شوي دي.

مالکي چې د عبادي نه مخکې د عراق صدراعظم و، په قطر او سعودي عربستان باندې تور لګولی و چې د اسلامي دولت ډله یا داعش تمویلوي. البته، دغه ادعا بیا د قطر او سعودي لخوا رد شوې وه.

XS
SM
MD
LG