د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سترې محکمې د یوې مسلمانې په ګټه فیصله وکړه


سمنتا العوف په کال ۲۰۰۸ کې د ابرکرومبی او فیچ د شرکت خلاف عرض وکړ.‌
سمنتا العوف په کال ۲۰۰۸ کې د ابرکرومبی او فیچ د شرکت خلاف عرض وکړ.‌

د امریکا سترې محکمې د هغه مسلمانې ښځې په ګټه فیصله وکړه چې د پوړني پر سر کولو پخاطر ورته وظیفه نه وه ورکړل شوې.

سمنتا العوف په ۲۰۰۸ کال کې په دې خاطر یې عرض وکړ چې د امریکا د اوکلاهوما په ایالت کې د ابرکرومبی او فیچ شرکت د کار لپاره د هغې درخواست رد کړ.

سمنتا چې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۷ کلنه وه ویلي‌ دي‌ چې وظیفه یې د دې لپاره نه وه ورکړې چې هغې ټکری پرسر کړی و.

د شرکت د مدیر مرستیال چې د سمنتا سره یې د کار لپاره مرکه کړې وه فکر کاوه چې هغې د وظیفې وړتیا درلوده او باید ګمارل شوې وای. خو، د شرکت مدیر په دې خاطر مخالفت وکړ چې ویل یې چې د ټکري پرسر کول د شرکت د مقرراتو سرغړونه ده.

که ځه هم سمنتا العوف دا غوښتنه نه وه کړې چې په پالیسۍ کې دې تغیر راوستل شي خو سترې محمکې فیصله کړې ده چې که چیري ضرورت یې وي شرکتونه باید په خپلو پالیسو کې تغیر راوړي.

د امریکا قوانین شرکتونه د دې نه راګرځوي چې د ګمارلو په چارو کې دې د مذهبي عقیدو پر بنا تبعیض وکړي.

د امریکا سترې محکمې فیصله د راېیو په حساب وکړه. سترې محکمې د اتو موافقو راېیو او یوې مخالفې رایې په ورکولو دا فیصله وکړه.

د امریکا د کارموندنې په برخې کې د مساوي‌ فرصتونو کمیسیون، چې د امریکا د فدرالي حکومت اداره ده، د العوف دپاره د دعوې اقامه کړې وه.

د سمنتا العوف د ټولنیزو رسنیو د حسابونو په اساس، هغه اوس د یوې بلې کمپنۍ سره د منیجرې په حیث کار کوي.

XS
SM
MD
LG