د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن خپل هیواد ته د ورتلونکو مهاجرو نومونه ثبتوي


سویډن به د پنجشنبې نه د نومبر تر ۲۱ پورې هغه مهاجرین رجسټر کړي چې دغه هیواد ته ورځي.
سویډن به د پنجشنبې نه د نومبر تر ۲۱ پورې هغه مهاجرین رجسټر کړي چې دغه هیواد ته ورځي.

د سویډن چارواکي وايی چې د خپلو سرحدونو د کنټرول لپاره موقتي اقدامات کوي.

چارواکو ویلي دي چې د دې وروسته به هغه مهاجرین رجسټر کیږي چې سویډن ته رسیږي.

سویډن ویلي دي چې په دغه کار سره به د هغو کسانو مخه ونیول شي چې غواړي په غیرقانوني توګه په سویډن کې ژوند وکړي.

د سویډن د مهاجرینو د ادارې ویاند، فردریک بنګټسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه کوم خلګ چې د سویډن سرحداتو ته رسیدل، د بسونو په واسطه د ده د ادارې دفترونو ته انتقالیدل.

هغه زیاته کړې ده چې ستونزه په دې کې وه چې یو شمیر مهاجر به دفترونو ته نه داخلیدل او ځانونه به یې نه رجسترول.

خو بنګټسن وویل چې دا معلومه نه ده چې آیا نوي اقدامات به سویډن ته د مهاجرینو تګ کم کړي او که نه.

ښاغلي بنګټسن وویل چې د دې امکان شته چې هغه کسان چې غواړي د سویډن له لارې ځانونه ناروي او فنلنډ ته رسوي، په سویډن کې خپل نومونه ولیکي او ورې پاته شي چې دغه به په سویډن کې د مهاجرینو شمیر ډیر کړي.

د سرحدونو د کنټرول نوي تدابیر به د پنچشنبې په ورځ په محلي وخت د غرمې څخه پیل شي او د نومبر د میاشتې تر ۲۱ پورې به دوام وکړي.

پراختیايي مرستې او مهاجرین

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ ویلي دي چې د افریقا د وچې د پراختیا لپاره نورو مرستو ته ضرورت شته تر څو چې د افریقايي هیوادونو څخه اروپا ته د مهاجرینو د ورتګ مخه ونیول شي.

ښاغلي هولانډ، چې د افریقا او اروپا د ۶۰ نه د ډیرو مشرانو په غونډې کې خبرې کولې، وویل چې تر څو چې اروپايي هیوادونه د نړیوال پراختیا په برخې کې ډیرې مرستې و نه کړي نو اروپا ته به د مهاجرینو ورتګ همداسې ادامه پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG