د لاس رسي وړ اتصالات

دسوریې حکومتي قواوي دداعش مرکز رقې ته رسیدلي


د سوریې حکومتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د رقې د ولایت د نیولو لپاره عملیات پيل کړل.
د سوریې حکومتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د رقې د ولایت د نیولو لپاره عملیات پيل کړل.

د سوریې نه رپوټونه وايي چې د سوریې حکومتي قواوي د رقې د ولایت سرحداتو ته رسیدلي دي. داعش د رقه ښار د خپل مرکز په توګه غوره کړی.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو ډلې ويلي چې د سوریې حکومتي قواوي د رقې سیمې ته رسیدلي دي. د رقې په جګړه کې روسیه د سوریې د پوځ هوايي ملاتړ کوي.

د سوریې د بشري حقونو ډلې، چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي دي چې په تیرو درېیو ورځو کې لږترلږه د داعش ۲۶ وسله وال او د سوریې د پوځ نهه عسکر وژل شويدي.

د سوریې پوځ د رقې په لور د چهارشنبې په ورځ خپل عملیات پیل کړل. په عین ورځ، د سوریې د حکومت هغه مخالفین چې امریکا یې ملاتړ کوي د رقې په ۱۱۵ کیلومترۍ کې د منبج په ښار باندې برید وکړ.

داعش د رقې ښار خپل د مرکز په توګه غوره کړی
داعش د رقې ښار خپل د مرکز په توګه غوره کړی

د منبج ښار د داعش په لاس کې دی. د شنبې په ورځ د سوریې مخالفین، چې زیاتره یې د سوریې کردان دي، وویل چې د منبج ښار ته نږدې شوي دي.

دا معلومه نه ده چې آیا د داعش په خلاف د سوریې د پوځ او د سوریې د مخالفین ترمنځ همآهنګي شته او که نه.

د سوریې د حکومت مخالفینو هم د داعش خلاف عملیات پیل کړي
د سوریې د حکومت مخالفینو هم د داعش خلاف عملیات پیل کړي

داعش د النصرې د ډلې سره همد مارع په ښار کې په جګړه اخته دی او په عراق کې هم حکومتي ځواکونو د داعش خلاف د فلوجې په ښار کې عملیات شروع کړي دي.

بل پلو ته د سوریې د حلب او د حلب د ښار په شاووخوا کې هم جکړه روانه ده. د روسي منابعو په اساس، د حلب په جګړې کې ۴۰ کسان وژل شوي دي او تر ۱۰۰ زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG