د لاس رسي وړ اتصالات

د سوريې د منبج نه د داعش د ایستلو وروسته خوشحالي


د منبج نه د داعش د ایستلو وروسته په دغه ښار کې نارینو خپلې ږیرې خرییلي او ښځو خپل تور نقابونه سوځول.
د منبج نه د داعش د ایستلو وروسته په دغه ښار کې نارینو خپلې ږیرې خرییلي او ښځو خپل تور نقابونه سوځول.

د سوریې د منبج ښارګوټي ته په زرګونه کسان بیرته ستانه شوي دي. دغه ښارګوټی چې ترکیې ته نږدې پروت دی هغو وسله والو چې امریکا یې ملاتړ کوي د داعش نه د جمعې په ورځ ونیوه.

هغه ویډیوګاني چې د کردستان ۲۴ تلویزیون خپاره کړي ښيي چې په لسګونو موټران په هغه سړکونو تیریږي چې خاورو خځلو نیولي او دواړه خواوو ته یې داسې تعمیرونه دي چې په جګړو کې ویجاړ شوي دي.

په ویډیوګانو کې نارینه، ښځي او ماشومان هم لیدل کیږي چې په پښو د شاووخوا کلیو څخه دغه ښارګوټي ته راستنیږي.

دغه کسان د ښارګوټي نه هغه مهال وتلي وو چې د سوریې د دیموکراتو قوتونو وسله والو د ښارګوټي د نیولو لپاره د داعش خلاف جګړه کوله.

په ښارګوټي کې نارینو، چې خوشحاله وو، خپلې ږیرې خرییلي او ښځو خپل تور نقابونه سوځول. دغه هغه څه وو چې د نږدې دوو کلنو لپاره د اسلامي دولت ډلې په منبج کې په خلګو باندې تحمیل کړي وو.

په ویډیوګانو کې دا هم لیدل کیږی چې ښځې د سوریې د دیموکراتو قوتونو وسله وال په غږ کې نیسي او نور بیا د سګرټو په څکولو، چې د داعش په وخت کې بند وو، د داعش نه د ښارګوټي نیول لمانځي.

د ځايي پوځي شورا، چې د سوریې د دیموکراتو قوتونو متحده ډله ده، یوه ویاند پرون وویل چې «اوله ورځ ده چې [په منبج کې] ژوند بیرته عادي حالت ته راګرځيدلی دی.»

د دغه ښارګوټي نه د داعش وسله وال پرون د جمعې په ورځ ووتل او د جرابلس ښار ته د زرګونو ملکیانو سره یو ځای وتښتیدل.

سمدستې دا معلومه نه ده چې آیا د جرابلس ښار ته ملکیان په خپله خوښه تللي او د داعش لخوا برمته شوي وو. خو ځینو شاهدانو ویلي دي چې د ښارګوټي نه د وتلو څو ساعته وروسته د دغه ملکیانو ډیر شمیر بیرته منبج ته ستانه شوي دي.

منبج د اسلامي دولت د ډلې لپاره ستراتیژیک اهمیت درلود. د دغه ښارګوټي نه د داعش مرکز رقې ته اکمالات کیدل. د چارو کارپوهانو ویلي دي چې د داعش د لاسه د دغه ښار وتل دغې ډلې ته یوه لویه ضربه ده.

XS
SM
MD
LG