د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالفین: اوربند ته چمتو یو خو شرایط لرو


د سوریې د وسله والو مخالفینو عمده ایتلاف په روسیې انتقاد کړی دی چې نه غواړي خپل بریدونه ودروي.
د سوریې د وسله والو مخالفینو عمده ایتلاف په روسیې انتقاد کړی دی چې نه غواړي خپل بریدونه ودروي.

د سوریې د وسله والو مخالفینو لوی ائتلاف وايي موقت اوربند ته اماده دي، خو یوازې په دې شرط چې روسیه خپل هوايي بریدونه او د اسد حکومت د سوریې ـ ترکیې په سرحد خپل تعرضي عملیات ودروي.

د سوریې د وسله والو مخالفینو ائیلاف چې د مذاکراتو د عالی کمیټې په نامه یادیږي د شنبې په ورځ په سعودي عربستان کې غونده وکړه.

ائتلاف وویل چې د موقت اوربند احتمال شته او په روسیې یې انتقاد وکړ چې نه غواړي په اوربند عمل وکړي.

د سوریې د مذاکراتو عالی کمیټې وویل چې که چیري ملګري ملتونه د اوربند ضمانت وکړي او بشري مرستې ورسوي نو دوی به مواقت اوربند ومني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره پرون د سوریې په اړه په ټلیفون خبرې وکړي. خو، داسې نښې نه لیدل کیږي چې په سوریې کې دې د اوربند په سر کوم پرمختګ شوی وي.

روسیې ویلي دي چې په سوریه کې به د تورریستي اهدافو په ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، حتا که د موقت اوربند په اړه نړیواله موافقه هم وشي.

امریکا او نور چې غواړي د سوریې کورنۍ جګړه ختمه شي وايي چې د روسیې هوايي بریدونه د سوریې د حکومت د مخالفنیو په خلاف دي نه د داعش د تروریستانو په خلاف.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د کېري او لاوروف ترمنځ په پرونیو خبرو کې د هغو دوو کاري ډلو د کارونو په اړه خبرې وشوي چې د سوریې په اړه په ژینیو کې کار کوي.

په دغه دوو کاري ډلو کې یې یوه په دې کار کوي چې څنګه اړو خلګو ته مرستې ورسول شي او بله د موقت اوربند په ټینګولو کار کوي.

روسیه او امریکا دواړه په دې سلا دي چې د بشري مرستو د رسولو په برخې کې څه ناڅه پرمختګ شوی دی.

خو د اوربند په اړه، روسیې ویلي دي چې خپلو هوايي بریدونو ته به دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG