د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د کډوالو شمیر تر افغان کډوالو ډیر شو


د جګړو له امله، د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي. په دې کې ١.٨ میلیونه ترکیې ته تللي دي.
د جګړو له امله، د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي. په دې کې ١.٨ میلیونه ترکیې ته تللي دي.

ملگرې ملتونه وایي چې له خپلو هیوادونو نه د بې ځایه شوو کسانو شمیر شاووخوا ٦٠ میلیونو ته رسیدلی دی. ٣٨ میلیونه په خپلو خپلو هیوادونو کې دننه بې ځایه شوي دي او نور ٢٢ میلیونه پردیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي.

تر دوه کاله وړاندې، افغان کډوال تر ټولو ډیر ول، خو اوس په نړۍ کې تر ټولو لوی شمیر کډوال د سوریې دي. د سوریې ١١.٦ میلیونه خلګ بې ځایه شوي دي او په دې کې ١.٨ میلیونه یې ترکیې ته تللي دي.

د کورنۍ جگړې له امله له سوریې څخه د خلکو تښتیدل ادامه لري. نن د یکشنبې په ورځ هم زرگونه سوري کډوال د ترکیې سرحدي ولایت ته واوښتل. دغه سوریایان د تیرې ورځې راهیسي په پوله راغونډ شوي وو او ترکیې ته ېې د اوښتلو هڅه کوله چې بالاخره د یو اندازه کش وگیر ورسته لار ورته خلاصه شوه.

د ترکیې کوربتوب

د ترکیې حکومت دې حساسیت ته متوجه دی چې د سوریې او عراق کردي کډوال به د ترکیې د بیلتون غوښتونکو کردانو مټې غښتلې کړې، خو بیا یې هم سوریې د کډوالو پر مخ لاره پرانیستې ده. په څو سرحدي سیمو کې یې ستر ستر پنډغالي ورته جوړ کړې دي او د کډوالو د ادارې په مرسته یې کډوالو ته ښوونځي او روغتیایي کلینیکونه جوړ کړي دي.

پرون د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان د کډوالو په یو کمپ کې د مهاجرینو سره د روژه ماتې پر مهال وویل چې هغه د کډوالو پر لیدلو سخت خوابدی کیږي او پر نورو هیوادونو یې غږ وکړ چې د کډوالو بار ته اوږه ورکړي.

اردوګان زیاته کړه "موږ خپل سرحدونه ورته خلاص پرې ایښي دي، نور هیوادونه چې تر ترکیې ډیر امکانات لري، خپل سرحدونه نه شې خلاصولی او نه هم ددې کار دومره لوی زړه لري."

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې عالي کمیشنېر انتونیو گوتیرس هم د ترکیې کوربتوب وستایه او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د سوریې له مهاجرینو سره مرسته وکړي.

گوتیرس زیاته کړه "یوازې د ترکیې سرحد نه،مهاجرینو ته باید د اروپا لارې خلاصې شي، د نړۍ هغو برخو ته د تگ امکانات باید ولري چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی. د مدیترانې په اوبو کې باید د مهاجرینو د ډوبیدو مخنیوی وشي او باید په قانوني توگه د مدیترانې پورې غاړې هیوادونو ته د تیریدلو اجازه ورکړل شي."

انجلینا جولي

د کډوالو د پاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې انجلینا جولي هم د کډوالۍ په نړیواله ورځ په ترکیه کې د سوري کډوالو یوه کمپ ته تللې وه.

وتلې سینمایي ستورې چې پخوا څو ځلې په پیښور او افغانستان کې دننه د افغانانو کمپونو ته هم تللې ده، د یو ان ایچ سي ار د کمیشنر سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کډوالۍ موضوع د نړیوال امنیت او حکومتدارۍ کړکیچ دی.

د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو ځانگړې استازې انجلینا جولي نړیوال په دې ټکیو وننگول "زموږ نړۍ چې نن سبا څومره غني، صحت منده او مترقي ده، پخوا هیڅکله دومره پرمختللې نه وه، خو د دې برسېره څومره خلک چې نن سبا له بنسټیزو بشري حقونو څخه محروم دي، پخوا هیڅکله دومره ډیر بې برخې نه وو."

هغې زیاته کړه چې د کډوالۍ ژوند یوازې د څو زرو کسانو ستونزه نه ده، بلکې دا د نړیوال امنیت او حکومت دارۍ کړکیچ دی چې د کډوالو په شکل کې را څرگند شوی دی او ساری نلري.

د کډوالو پنډغالو ته د انجلینا جولي د سفر موخه دا وي چې د نړیوال خیریه بنسټونو او حکومتونو پام ورواړوي او دا ځل یې هم هڅه وکړه چې د سوریې جنگ ځپلو ته کومکونه جلب کړي.

XS
SM
MD
LG