د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د نوي کابینې د ټاکلو کار منظم روان دی


د امریکا نوی جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ به په رسمي توګه د جنوري په ۲۰ نیټه خپله دنده پیل کړي.
د امریکا نوی جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ به په رسمي توګه د جنوري په ۲۰ نیټه خپله دنده پیل کړي.

د امریکا منتخب جمهوررئیس د رسنیو هغه رپوټونه رد کړي چې وايي د امریکا د ملي امنیت د څوکیو د ګمارنې په سر هغه ته د واک د انتقال په بهیر کې ګډوډي راغلې ده.

منتخب جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ په خپل ټویټر لیکلي چې د کابینې د غړو د ټاکلو پروسه «دیره منظمه» روانه ده.

هغه په خپل ټویټر دغه خبره وروسته له دې نه کړې چې یو شمیر امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی و چې ټرمپ ته د واک د انتقال په ټیم کې ګډوډي راغلې ده.

رسنیو د ګډوډي رپوټ په دې ورکړی و چې د ټرمپ سلاکارانو د هغه دملي امنیت دوه مشاوران مجبور کړل چې د انتقال د تیم نه ووځي.

ټرمپ د نیویارک ټایمز په ورځپاڼې انتقاد کړی چې د هغه له خوا د واک د انتقال د ټیم په اړه یې رپوټ خپور کړی دی.

هغه ویلي دي چې نیویارک ټایمز په دې «خپه» دی چې د هغه په اړه یې خبرونه درست نه و. هغه ویلي دي چې «د انتقال په اړه د ورځپانې رپوټ بلکل غلط دی.»

د یو جمهوررئیس نه بل جمهوررئیس ته د واک د انتقال په وخت کې دا مهمه ده چې د نوي جمهوررئیس د واک د انتقال ټیم د حکومتي چارواکو سره په تماس کې وي تر څو ورته په وخت د کارونو په اړه جزئیات وسپارل شي.

نوي جمهوررئیس به د جنوري په ۲۰ نیټه په رسمي توګه خپل کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG