د لاس رسي وړ اتصالات

ډونالډ ټرمپ د انډیانا د ایالت والي خپل مرستیال وټاکه


د انډیانا د ایالت والي مایک پېنس په محافظه کارانو کې محبوبیت لري.
د انډیانا د ایالت والي مایک پېنس په محافظه کارانو کې محبوبیت لري.

د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د انډیانا د ایالت والي مایک پېنس د خپل مرستیال په توګه وټاکه.

ټرمپ نن د جمعې په ورځ په خپل ټویټر د خپل مرستیال په توګه د مایک پېنس د ټاکني اعلان وکړ.

ټرمپ په ټویټر لیکلي: «زه خوشحاله یم چې دا اعلانوم چې والي مایک پېنس مې د خپل مرستیال په توګه ټاکلی دی.»

هغه ویلي دي چې د شنبې په ورځ به د خپل مرستیال د ټاکنې په اړه خبرې کنفرانس ته خبرې وکړي.

داسې نظر موجود دی چې د ټرمپ لخوا د پېنس ټاکنه یو سم کار و دا ځکه چې دغه محافظه کار والي د امریکا د لویدیځې منځنۍ سیمې د هغه ایالت اوسیدونکی دی چې تمه ده چې پکښې به د دواړو ګوندونو ترمنځ سخت رقابت وشي.

پېنس د محافظه کارانو ترمنځ هم محبوبیت لري چې په انتخاباتو کې د ټرمپ لپاره اهمیت لري.

مایک پېنس ۵۷ کلن دی. هغه د هغو درېیو کسانو په جملې کې راتلی چې ټرمپ د خپل مرسیتال د ټاکلو لپاره ورباندې غور کاوه.

دوه نور کسان چې ورباندې غور روان و یو یې د نیوجرسي د ایالت والي کرس کرستي و او بل يې د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې پخوانی رئیس نیوټن ګنګریچ و.

په دغه سره درسنیو هغه حدس او ګمانونه ختم شول چې د اونیو راهیسې یې د ترمپ د مرستیال په اړه کول.

مخکې ټرمپ ویلي و چې دی به د جمعې په ورځ په نیویارک کې په یوه غونډه کې خپل مرستیال اعلان کړي. خو هغه وروسته دغه غونډه لغوه کړه او د غونډې د لغوه کولو دلیل یې د فرانسې د نیس په ښار کې تروریستي برید وښود.

ټرمپ د خپل مرستیال د ټاکلو اعلان داسې وخت کړی دی چې درې ورځې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کنګرې ته پاته دي. تمه ده چې په کنګره کې به ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د خپل ګوند کاندید شي.

د نظرمعلومولو سرویګاني ښيي چې ټرمپ تر خپلې رقیبې هیلري کلنټن شا ته دی، که څه هم د دواړو ترمنځ تفاوت مخ په کمیدو دی.

د امریکا څو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د دیموکراتانو کاندیده هیلري کلنټن هم د خپل مرسیتال ټاکلو ته نږدې شوې ده او پلان لري چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د کنګرې وروسته د انتخاباتو لپاره خپل مرستیال په رسمي توګه معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG